د ټانک په شاه عالم کلي کښې نامعلوم وسله والو د صحت بنيادي مرکز په بارودي مواد تباه کړيدې، پوليس ذرائعو ترمخه شرخوښو بارودي مواد ايښودي وو، چې لوجې ئې چاودنه شوې او بي ايچ يو ودانۍ تباه شويده، چاودنېې په وخت بي ايچ يو خالي وه، او ځاني زيان نۀ دې شوې، پوليس نورې پلټنې پيل کړېدي ۔
د ټانک پولیس سرچینو مطابق په شاه عالم کلي کښې نامعلومو کسانو د شپې په تیارۀ کښې د د صحت بنيادي مرکز يعنې بي ايچ يو ته بارودي مواد ايښودي وو چې د زورورې چاودنې سره ئې درون زيان اړولې دې ۔
د پوليس سرچينو له مخې په چاودنه کښې د بي ايچ يو مرکزي ګېټ، کمره، سولر سسټم او د ودانۍ دېوالونه په بشپړ ډول تباه شوي دي ۔
پوليس وائي چې د پېښې له امله ځاني زيان نۀ دې شوې، ځکه چې د چاودنې پر مهال په ودانۍ کښې څوک موجود نۀ وو، خو د زورورې چاودنې له امله خلقو کښې ويره ترهه خوره شوې وه ۔
د پېښې له اطلاع وروستو پوليس او نور امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه ئې پلټنې پيل کړي دي ۔
ځائي خلقو د دې پېښې غندنه کړې او غوښتنه ئې کړې چې حکومت دې دصحت مرکزونو امنيت نور هم ټينګ کړي، څو په راتلونکي کښې د داسې پېښو مخه ونيول شي ۔

