وزيراعظم شهبازشريف د راتلونکي کال پشکال بارانونو کښې نقصانات نه بچ کيدو لپاره متعلقه ادارو ته اوسه نه د تيارۍ کولو هدايت کړېدې،وزيراعظم وئيلي چې وزارت موسمياتي تبديلي،وزارت منصوبه بندي او اين ډي ايم اے دې صوبائي حکومتونو سره په شريکه کوټلې ګامونه پورته کړي او دې لپاره دې منصوبه بندي هم اوکړې شي ۔
اسلام آباد: د وزيراعظم شہبازشریف مشرۍ کښې د موسمياتي تبديلو اثراتو نه بچ کيدو لپاره حکومتي اقداماتو په حواله اہم اجلاس شويدې ۔
اجلاس کښې راتلونکي کال د پشکال بارانونو حوالې سره د اشاريو تخمينه او موسمياتي تبديلۍ وزارت لخوا لنډ مهاله ، درميانه او په اوږد مهاله منصوبو بريفنګ ورکړې شوې دې ۔
اجلاس کښې وزيراعظم راتلونکي کال پشکال موسم کښې څه قسمه ځاني او مالي نقصاناتو نه بچ کيدو لپاره تيارۍ او لنډ مهاله منصوبو منظوري ورکړې ده ۔
وزيراعظم په دې فوري عمل درآمد کولو او نيشنل واټر کونسل اجلاس تابيا کولو د تيارۍ هدايات هم جاري کړې ، وزيراعظم وئيلي چې وزارت موسمياتي تبديلي ، وزارت منصوبه بندي او اين ډي ايم اے دې مربوط حکمت عملي دې جوړه کړي ۔
وزيراعظم اووئيل چې صوبائي حکومتونو سره په ګډه دې موسمياتي تبديلۍ حوالې سره منصوبه سازي اوکړې شي ، په دغه موقع وزيراعظم دا هم وئيلي چې د پاکستان موسمياتي تبديلۍ کښې کردار د نيشت برابر دې خو پاکستان د موسمياتي تبديلۍ مضر اثراتو په ولقه کښې راګير دې ۔

