د خېبرپښتونخوا دوه مختلفو سيمو کښې سيکيورټي فورسز کاروائيانې کړی، آئي ايس پي آر مطابق دغه کاروائيانو کښې پنځه ديرش ترهه ګر وژلي شويدي، ترهه ګرو سره انښته کښې د پاک فوج دولس ځوانان هم شهيدان شويدي ،وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه درنه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شويدي ۔
د پاک فوج ترجمان ادارې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز باجوړ او جنوبي وزيرستان کښې په خفيه اطلاع کاروائي کړې چې پکښې د ترهه ګرو ټهکانې کاميابۍ سره په نښه کړې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق اولنې کاروائي باجوړ کښې شوې چرته چې دوه ويشت ترهه ګر وژلي شويدي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې دوئمه کاروائي جنوبي وزيرستان کښې شوې، دې کاروائۍ کښې ديارلس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه جنوبي وزيرستان کښې ترهه ګرو سره انښتې دوران د پاک فوج دولس ځوانان هم شهيدان شويدي ۔
بيان ترمخه دغه کاروائيانې د لسم نه تر ديارلسم ستمبر دوران شوي او وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه درنه وسله او بارودي مواد هم برآمد شويدي ۔