وفاقي وزيراطلاعات عطا الله تارړ انکشاف کړې چې خېبر پښتونخوا کښې د پي ټي آئي موجوده حکومت دوران د يو سل دوه پنځوس اربه روپو مالي بے ضابطګۍ شويدي ،تير لس مياشتو کښې خېبر پښتونخوا بے انتها کرپشن شوېدې، دې دوران صوبه کښې د يو پنځوس کروړه روپو مشکوک ادائيګۍ هم شوېدي ،او دا مهال د پښتونخوا مجموعي خساره اووه سوه پينځه ويشت اربه روپۍ ته ده ۔
لاهور کښې د خبري غونډې پر مهال وفاقي وزير اطلاعات عطا تارړ وئيلي چې د عوامي مينډيټ مطابق وفاق کښې مخلوط حکومت وجود کښې راغلې دې ،ټولو سياسي جماعتونو د خپل خپل منشور تحت اليکشن کړيدې ،هر سياسي جماعت د خپل منشور مطابق اولس سره وعدې کړيدي ۔
په دې موقع وفاقي وزير اطلاعات د پښتونخوا حکومت په حواله وائټ پيپر هم جاري کړې او وئيلي دي چې د هر سياسي جماعت په منشور اولس توجه لري ،خېبر پښتونخوا کښې يوولس کلونو راهسې د پي ټي آئي حکومت راروان دې ، دغه صوبه کښې په مالياتي بد عنوانو او بے ضابطګو کښې اضافه شوې ده ، خېبر پښتونخوا کښې د يو سل دوه پنځوس اربه روپو مالي بے ضابطګۍ شوېدي ۔
عطا تارړ اووئيل چې خېبر پښټونخوا کښې د سرکاري خزانې نه په اربونو روپۍ د سوشل ميډيا پروپيګنډې لپاره ورکړې شويدي ، پښتونخوا کښې د يو پنځوس کروړه روپو مشکوک ادائيګۍ هم شوي ،د خېبر پښتونخوا مجموعي خساره اووه سوه پنځه ويشت اربه روپۍ ده ۔