بهر ملکونو ته روزګار لپاره تلونکي پاکستانيانو شميره کښې اضافه جاري ده، سرکاري اعداد وشمار کښې وئيلي شوي چې دوه زره پنځه ويشتم کښې ټول پاکستان نه اووه لکه، دوه شپيتۀ زره پاکستان بهر ملکونو ته تلي دي، بيورو آف اميګريشن وئيلي چې دغه کسانو کښې اتلس زره اعلیٰ تعليم يافته ډاکټران، انجينئران، مينجرزاو نورو شعبو ماهرين شامل دي ۔
اسلام آباد: بيورو آف اميګريشن لخوا جاري شوي تفصيلاتو مطابق تير يو کال کښې پاکستان نه ااووۀ لکه، دوه شپيتۀ زره نه زيات پاکستان روزګار لپاره بهر ملکونو ته تلي دي ۔
اعداد وشمار ترمخه کال دوه زره څليريشتم مقابله کښې تير کال بهر ملکونو ته تلونکي پاکستانيانو کښې پنځه ديرش زره اضافه شويده ۔
بيورو آف اميګريشن خپل رپورټ کښې وئيلي چې دغه کسانو کښې اتلس زره اعلیٰ تعليم يافته ډاکټران، انجينئران، مينجرزاو نورو شعبو ماهرين شامل دي ۔
رپورټ ترمخه ټولو نه زيات پنځه لکه ديرش زره پاکستانيان سعودي عرب ته روزګار لپاره تلي دي ۔
يو اے اي ته دوه پنځوس زره، قطر ته اتۀ شپيتۀ زره، بحرين ته اووۀ ديرش زره، عمان ته نه زره او کويت ته شپږ زره نه زيات پاکستانيان تلي دي ۔
دغه پاکستان نه ملائشيا، چين، عراق، برطانيه، ترکيه او ومريکې پشمول نورو ملکونو ته هم پاکستانيان تلي دي ۔

