پيښور کښې د وزيراعلیٰ سردار علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې د قبائيلي ضلع کرم صورتحال پحقله اهمه غونډه شو په کوم کښې چې چيف سيکرټري ، آئي جي پي ، ايډيشنل چيف سيکرټري داخله او نورو متعلقه چارواکو شرکت کړېدې ۔
غونډه کښې قبائيلي ضلع کرم کښې د کلو په کچ د جوړو کميټيانو فعالولو، ايف آئي آرز کښې د نامزد ملزمانو ګرفتارولو او په دواړو اړخونو کښې د ترهه ګرو او شرخوښو خلاف بغير د څه فرقه کاروائي په عمل کښې د راوستو فيصله شويده ۔
غونډه کښې فيصله اوکړے شوه چې په صوبائي کچ به د بيرسټر سيف په سربراهۍ کښې قائم مانيټرنګ کميټي نوره فعالولې شي او علاقه کښې به د پوليسو اضافي نفري هم تعينات کولې شي ۔
غونډه کښې فيصله اوکړې شوه چې د کرم روډ سيکورټۍ لپاره به خصوصي دستې تعينات کولې شي او په سيمه کښې به د امن وامان قائم ساتلو لپاره سول انتظاميه او پوليس په شريکه خپل کردار ادا کوي او نور قانون نافذ کونکې ادارې به د دوي مرسته کوي ۔
غونډه کښې د غير قانوني بنکرز مسمارولو، د امن معاهدې يقيني کولو لپاره د جرګې غړي رابللو فيصله هم شويده، بلخوا غونډه کښې دترهه ګرو او عسکريت خوښو خلاف بلاتفريق کاروائي کولو پريکړه هم شويده ۔