اسلام آباد کښې ايس سي او اجلاس ته د خطاب په وخت بهارتي خارجه وزير جے شنکر پاکستان ته اومبارکي ورکړېده ۔
جے شنکر وئيلي دي چې د ايس سي او په صدارت سنبهالولو د پاکستان کاميابۍ لپاره به مکمل ملاتړ کوو ۔
جے شنکر وينا وه چې په داسې وخت ميلاويږو چرته چې د ټولې نړۍ حالات کړکيچن دي ، دوپ لوئې شخړې روانې دي، د کوم چې عالمي اثرات مخلتف دي ۔
هغه زياته کړه چې کوويډ نائنټين يعنې کورونا وبا ترقي پذير ملکونو ته سخت زيان رسولې دې ، سخت موسمي اثرات ،د سپلائي چين غير يقيني صورتحال او مالياتي عدم استحکام د پرمختګ په لاره کښې خنډان دي ۔
بهارتي خارجه وزير اووئيل چې ډير زيات قرضې معامله يوه سنګينه مسئله ده ، نړۍ د جامع پرمختګ اهدافو حاصلولو کښې ناکامۍ سره مخ ده ۔
بهارتي خارجه وزير مخکښې اووئيل که چرې د ايس سي او چارټر ته موجود ماځول کښې اوکتلې شي نو مونږ له به يو بل سره ديانتدارۍ ،خپل مينځي معاملات ځل کول وي ۔
د يو بل سره د اعتماد کمي يا ناکافي مرستو لوجې ګاونډيانو سره اړيکې او دوستي ښۀ نۀ وي نو د دې وجوهات به هم معلومول وي او بيا به دا وجوهاټ ختمول هم وي ۔
هغه اووئيل چې د ایس سي او چارټر نه پورا فائدې پورته کولو لپاره به د تنظيم ملکونو يو والې ضروري دې ۔