وزيراعظم شهبازشريف سره د خېبر پښتونخوا مسلم ليګ ن مشرانو ملاقات کړې، په دې موقع وزيراعظم وئيلي چې د خېبر پښتونخوا د مسئلو نه پورا خبر يم، د خپل دائره اختيار لاندې په دې حواله اقدامات جاري دي، بلخوا د ن ليګ صوبائي مشرانو وزيراعظم ته وئيلي چې صوبه کښې حکومت ناکامه شوې، صحت او تعليم پشمول يوه شعبه کښې هم د پي ټي آئي حکومت پاليسي په نظر نۀ راځي ۔
اسلام آباد کښې د خېبرپښتونخوا مسلم ليګ ن مشرانو وزيراعظم شهبازشريف سره پي ايم هاؤس کښې اهم ملاقات کړې ۔
په دې موقع د مسلم ليګ ن صوبائي مشرانو وزيراعظم ته د صوبې په معاملاتو تفصيلي بريفنګ ورکړې ۔
د مسلم ليګ ن مشرانو وزيراعظم ته وئيلي چې خيبر پښتونخوا کښې حکومت ناکامه شوې، ګورننس نيشته ، صوبائي حکومت د اولس په مسئلو حل کولو ته پام لرنه نۀ ورکوي ۔
د دوي وينا وه چې د خيبر پښتونخوا حکومت صوبه کښې په صحت، تعليم او انفراسټرکچر هيڅ توجه نۀ ورکوي ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې د خېبر پښتونخوا د مسئلو نه پورا خبر يم، او دې لړ کښې د وفاقي حکومت اقدامات جاري دي ۔

