موسمياتو محکمې سبا نه د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ،مري ،ګليات او ګلګت بلتستان په غرونو د زياتې واورې پيشنګوئي کړېده، د واورې وريدو دغه لړۍ به دوه ورځو پورې جاري وي، موسمياتو محکمې وئيلي چې دې دوران خېبرپښتونخوا پشمول مختلفو علاقو کښې د باران هم امکان دې، بيان ترمخه غريزو سيمو کښې د لينډ سلائيډڼګ انديښنه هم ده او متعلقه ادارو ته د وړاندې نه حفاظتي اقدامات کولو هدايات هم شويدي ۔
اسلام آباد: موسمياتو محکمې طرف نه جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سبا نه کوئټه، زيارت، چمن، پشين، قلعه عبدالله، نوشکي، هرنائي او د بلوچستان نورو سيمو کښې تيز باران او واورې لوجې مقامي نالو او نهرونو کښې د طغيانۍ انديښنه ده ۔
موسمياتو محکمې وئيلي چې په دوه ويشتمه او دري ويشتمه جنورۍ د تيز باران او واورې وريدو لوجې ناران، کاغان، چترال، دير، سوات، کوهستان، مانسهري، ايبټ آباد، مري، ګليات، ګلګت بلتستان او خواؤشا نورو سيمو کښې د ټريفک رواني متاثره کيدو امکان دې ۔
موسمياتو محکمې بيان بيان کښې وئيلي شوي چې دې دوران د دغه علاقو غرونو کښې د لينډ سلائيډنګ هم انديښنه څرګند شويده ۔
موسمياتو محکمې ترمخه دغه دوه ورځو دوران اسلام آباد، پنجاب سندهه کښې هم ځائې په ځائې د باران امکان دې ۔

