نهمې مئي پرتشدد احتجاج او جي ايچ کيو حمله کيس کښې د پي ټي آئي عمرايوب،شبلي فراز،حماد اظهر،مراد سعيد اوزلفي بخاري پشمول اووۀ څلويښت اشتهاري ملزمانو ته د لس، لس کاله قيد سزا اورولې شويده،د پنډۍ ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج امجد علي شاه د دې مقدمې فيصله اورولې ده، عدالتي فيصلې ترمخه ملزمان د نهمې مئي واقعاتو سازش او پرتشدد احتجاج منصوبه بندۍ کښې ککړ وو .
د پنډۍ ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت په نهمه مئي جنرل هيډکوارټر پنډۍ باندې حمله کيس کښې فيصله جاري کړې او د پي ټي آئي مراد سعيد، شبلي فراز، عمر ايوب ، شهباز ګِل، ذلفي بخاري، زرتاج ګل، کنول شوذب او اووۀ څلويښت ملزمان اشتهاري ګرځولي او هغوي ته ئې د لس ، لس کالو قيد سزا اورولې ده ۔
عدالت اشتهاري ملزمانو باندې پنځه، پنځه لکه روپۍ جرمانه هم لګولې او عدالت ته نۀ پيش کيدو باندې ئې د هغوي جائيدادونه ضبط کولو حکم هم کړېدې ۔
جي ايچ کوي حمله کيس کښې چې کومو مجرمانو ته سز شوې هغوي کښې عمر ایوب، زرتاج ګل، مراد سعید، شبلي فراز، حماد اظهر، کنول شوذب اور راشد شفیق شامل دي، شهباز ګِل، ذلفي بخاري، محمد احمد چٹهه، رائے حسن نواز، رائے محمد مرتضیٰ ته هم سزا اورولې شويده ۔
عدالت خپله فيصله کښې وئيلي چې ملزمان جي ايچ کيو ګيټ، حمزه کيمپ او آرمي ميوزيم باندې حملو کښې ککړ وو او جرمونه پرې هم ثابت شويدي، مشترکه تحقيقاتي ټيم يعنې جے آئي ټي خپل رپورټ کښې د پرتشدد احتجاج منصوبه بندي کړې وه ۔
فيصلې ترمخه مقدمه کښې اوسه پورې د استغاثه ټول څلو څلويښت ګواهانو بيانونه ريکارډ شوي ، يو سل اتلس ملزمانو کښې اتلس ملزماند ټرائل دوران عدالت نه مسلسل غير حاضر پاتې شوي ، نهه ويشت ملزمان مقدمه درج کيدو باوجود هم عدالت ته نۀ دي وړاندې شوي ۔
عدالتي فيصله کښې وئيلي شوي چې اشتهاري ملزمانو ته اووۀ ورځو کښې دننه د عدالت وړاندې تسليم کيدو يعنې سرنډر کيدو موقع ورکړې شوې وه، عدالتي احکاماتو او شتهار باوجود هم ملزمان عدالت کښې نۀ دي پيش شوي ۔

