د اسلام آبادپوليس ايس پي عديل اکبر جنازه پوليس لائن کښې ادا شويده ،جنازه کښې داخله امورو وزير مملکت طلال چودهري او پوليس افسرانو شرکت کړې ،ايس پي عديل اکبر په مبينه توګه خود کشي کړې وه،پوليس د دې معاملې تحقيقات شروع کړيدې ۔
اسلام آباد: د وفاقي پوليس ايس پي عديل اکبر جنازي نمونځ پوليس لائن کښې ادا شوې ، جنازه کښې داخله وزير مملکت طلال چودهري ، آئي جي اسلام آباد علي ناصر رضوي ، پوليس افسرانو ، ځوانانو او عامو خلقو ګډون کړې دې ۔
د جنازې نمونځ دوران فضا سوګوار وه ، د پوليس دستې ايس پي عديل ته سلامي ورکړې ، په دې موقع پوليس افسرانو او ځوانانو وئيلي چې ايس پي عديل اکبر يو ايماندار او باصلاحيته افسر وو ۔
ايس پي عديل اکبر مبينه توګه خود کشي کړې ، په سرينا ناکه ګاډي کښې موجود وو ، دلته هغۀ چا سره په فون خبرې کولې ،دې پس هغه د خپل سټاف نه وسله اخيستې وه او ځان ئې ويشتې وو ۔
د اسلام آباد آئي جي وئيلي چې د حقائقو معلومولو لپاره انکوائري کميټي جوړه کړې شوې ، د پيښې د ځائې نه شواهد جمع کړې شوې ، تحقيقاتو وروستو به ټول حقائق مخې ته راشي ۔

