Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    د پښتونخوا مسئلو نه خبر يم، د وفاقي حکومت اقدامات جاري دي، وزيراعظم شهبازشريف

    جنوري 10, 2026

    پي ټي آئي ته د کراچۍ په قائد مزار کښې د جلسې مشروط اجازت ميلاؤ شوې

    جنوري 10, 2026

    پاکستان نيوي د زمکي نه فضا کښې خپل هدف په نښه کونکې ميزائل کاميابه تجربه کړې

    جنوري 10, 2026

    مظاهرو لوجې خرابو حالاتو نه پس ايران کښې موجود پاکستانيانو لپاره ايډوائزري جاري

    جنوري 10, 2026

    دوه زره پنځه ويشتم کښې ټول پاکستان نه اووۀ لکه، دوه شپيتۀ زره پاکستان بهر ملکونو ته تلي

    جنوري 10, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    شنبه, جنوري 10, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      د پښتونخوا مسئلو نه خبر يم، د وفاقي حکومت اقدامات جاري دي، وزيراعظم شهبازشريف

      جنوري 10, 2026

      پاکستان نيوي د زمکي نه فضا کښې خپل هدف په نښه کونکې ميزائل کاميابه تجربه کړې

      جنوري 10, 2026

      مظاهرو لوجې خرابو حالاتو نه پس ايران کښې موجود پاکستانيانو لپاره ايډوائزري جاري

      جنوري 10, 2026

      دوه زره پنځه ويشتم کښې ټول پاکستان نه اووۀ لکه، دوه شپيتۀ زره پاکستان بهر ملکونو ته تلي

      جنوري 10, 2026

      ترکيه هم د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ دفاعي معاهده کښې د شامليدو خواهش څرګند کړېدې

      جنوري 10, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      پاکستان کښې دې افغان جنګيالو تعيناتۍ نه ډډه اوکړې شي، د ګل بهادر افغان ترهه ګر تنظيمونو ته هدايت

      جنوري 9, 2026

      افغان طالبانو د افغانستان خلقو لپاره راغلې امدادي سامان خپلو کښې تقسيم کړې

      جنوري 2, 2026

      د طالبانو د پرتشدد او غير انساني پاليسۍ ، افغانستان يو ځل بيا په نړېوال کچ د تنهائۍ ښکار شوې

      جنوري 1, 2026

      کابل کښې د کور دننه چاؤدنه شوې، د افغان طالبانو مشر مولوي نعمان پحق رسيدلې

      دسمبر 28, 2025

      بغلان کښې د نيشنل ريزيسټنس فرنټ کاروائي،د افغان طالبانو درې اهلکار وژلي شوي

      دسمبر 27, 2025
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025

      د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

      اگست 31, 2025

      ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

      جولای 11, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » دجسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس په څوکۍ نامزدګي، د شپږ ويشتم آئيني ترميم اولنۍ ميوه
    خېبرپښتونخوا

    دجسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس په څوکۍ نامزدګي، د شپږ ويشتم آئيني ترميم اولنۍ ميوه

    اکتوبر 23, 2024څرگندونې نشته5 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Bar councils warm welcome to new chief justice
    بارکونسلز نوې چيف جسټس ته اومبارکي هم ورکړي ۔/فوټو فائل
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    د شپږ ويشتم آئيني ترميم ميوه،اعلیٰ عدليې ته د جسټس يحيیٰ آفريدي په شکل کښې يو انتهائي قابل،غير سياسي او غير متنازعه چيف جسټس ميلاؤ شوې ۔

    د پارليمان دواړو ايوانونو قامي اسمبلۍ او سينيټ نه کثرت رائے سره منظور شوې د شپږ ويشتم آئيني ترميم لاندې جوړۀ شوې د پارليمان خصوصې کميټۍ وړومبي اجلا س کښې جسټس يحيیٰ آفريدي د پاکستان چيف جسټس نامزد شوېدې ۔

    دولس کسيزه خصوصي پارليماني کميټۍ بندې کمرې اجلاس پارليمنټ هاؤس کښې کمره نمبر پنځم کښې شوې وو،د سني اتحاد کونسل درې اراکينو بيرسټر ګوهر علي، بيرسټر علي ظفر او حامد رضا د توقع مطابق بائيکاټ کړي وو، کميټۍ دوتهائي اکثريت سره د چيف جسټس څوکۍ لپاره  د جسټس يحيیٰ آفريدي په نوم اتفاق کړې دې ۔

    نامزد شوې چيف جسټس  پاکستان يحيیٰ آفريدي د خېبر پښتونخواقبائلي علاقې او پخوانۍ فاټا سره تعلق ساتي  او خپل کيريئر کښې څه قسمه سياسي جانبدارۍ څخه لرې پاتې شوې او صرف د قاني  خدمت ئې کړېدې،جسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس څوکۍ لپاره مناسب ترين شخصيت دې ۔

    د جسټس يحيیٰ آفريدي په اړه مشهور دي چې هغه یو سنجيده سوچ لرونکې ، بغير د څه  تعصب او سرف د قانون او آئين په رڼا کښې فيصلې کونکې جج دې ،او دهغه لمن هميشه د هر قسمه شخرو نه پاکه پاتې شويده ۔

    نامزد چيف جسټس پاکستان خپل اولنې تعليم د لاهور ايچي سن کالج  کښې حاصل کړې او بيا ئې پوليټيکل سائنس کښې د لاهور ګورنمنټ کالج نه ګريجويشن او پنجاب يونيورسټي لاهور نه هم دې مضمون کښې ماسټر ډګري حاصل کړې وه ۔دې نه پس جسټس يحيیٰ  آفريدي کامن ویلتھ  سکالر شپ باندې د کيمبرج يونيورسټۍ نه د ايل ايل ايم ډګري ترلاسه کړې وه  ۔دغه ډګرۍ نه پس جسټس يحيیٰ  آفريدي پيښور کښې وکالت او خېبر لا کالج کښې ليکچرر په حيث  فرائض ترسره کړې وو ۔

    کال نورلس سوه  نوي کښې جسټس يحيیٰ  آفريدي ته پيښور کښې د وکيل په توګه لائسنس  ميلاؤ شوې وو او بيا دوه زره څلورم کښې د سپريم کورټ د وکيل لائسنس هم ئې حاصل کړې وو ۔جسټس يحيیٰ  آفريدي دې سره سره د خيبر پښتونخوا اسسټنټ ايډوکيټ جنرل په څوکۍ هم ذمه وارۍ ترسره کړيدي ۔

    دوه زره لسم کښې جسټس يحيیٰ  آفريدي د پيښور هائيکورټ ايډيشنل جج په څوکۍ مقرر شوې وو او بيا په پنځلسم مارچ دوه زره پنځلسم کښې د پيښور هائيکورټ مستقل جج مقرر شوې وو۔په ديرشم دسمبر کال دوه زره شپاړسم کښې جسټس يحيیٰ  آفريدي د پيښور هائيکورټ چيف جسټس مقرر شوې وو ، هغه د قبائلي علاقې اولنې چيف جسټس  وو ۔

    جسټس يحيیٰ  آفريدي دغه ذمه وارۍ ترسره کولو نه پس په اته ويشتم جون کال دوه زره اتلسم کښې د سپريم کورټ جج په حيث مقرر شوې وو ۔ او اوس د شپږ ويشتم آئيني ترميم لاندې هغه په دوه ويشتم اکتوبر د پاکستان چيف جسټس نامزد شويدې ۔

    د قانوني چارو پوهان وائي چې جسټس يحيیٰ  آفريدي په تېرو وختونو کښې په ډېرو مهمو فيصلو برخه پتې شوې، خو جسټس يحيیٰ  آفريدي په هېڅ صورت کښې خپل ځان متنازعه کړې نۀ دې  او هميش ئې د آئين او قانون مطابق ئې فيصلې کړيدي ۔جسټس يحيیٰ  آفريدي اوسه پورې د خپلو فيصلو لوجې ټولو حلقو کښې غير جانبدار او غير متنازعه جج ګنړلې کيږې ۔

    قانوني ماهرين رائے لري چې شپږ ويشتم ائيني ترميم نه پس عدالتي نظام کښې باقاعده اصلاحات شروع شويدي  او د دې ښکاره  مثال دا دې چې  سپريم کورټ کښې کۀ يو خوا تير وخت کښې صرف د سنيارټي بنياد باندې يو جج ته د چيف جسټس څوکې ورکولو روايت وو ، او اوس دغه روايت ختم شوې دې ، او اوس دا فيصله د ميرټ په بنياد شوې کوم چې يو ډيره غوره  عمل دې  ۔

    قانوني ماهرينو مطابق د جسټس يحيیٰ  آفريدي د چيف جسټس په څوکۍ تعيناتي ، د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکې جسټس قاضي فائز عيسیٰ پشان  وړو صوبو کښې ميرټ باندې انتخاباتو  په لور د يو اهمې تبديلۍ  مثال هم دې ۔

    دغه دواړه شخصيات  چې په تاريخي ډول يو پسمانده علاقو خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره  تعلق ساتي ، دا خبره ترې ثابتيږي چې د پاکستان هر ګوټ  نه صلاحيت لرونکي کسان د ملک اعلیٰ  عدالتي صفونو ته رسيديشي ۔

    د قانوني ماهرينو دا هم وينا ده چې لس کاله پس د خېبرپښتونخوا نه د چيف جسټس پاکستان تقرري شوې  او په وړومبي ځل د يوې قبائلي علاقې نه دغه اعزاز هم ترلاسه شوېدې ، د جسټس يحيیٰ  آفريدي د چيف جسټس په توګه تعيناتي  هاغه خلقو لپاره هم يو طاقتور پيغام ګنړلې کيږې چې  خېبرپښتونخوا کښې د حقوق لپاره آ واز پورته کوي ۔دا تقرري د دې خبرې پخلې کوي چې  د قبائلي علاقو او خېبرپښتونخوا د خلقو حقوق  او د دوي نمائندګۍ  ته اوس په مرکز کښې لوئې مقام ورکولې کيږي ،کوم چې به ډير وخت پورې د انصاف علامت ثابتيږي ۔

    قانوني ماهرينو مخکښې وئيلي چې حکومت خپل امتحان کښې کامياب شويدې ،څنګه چې د شپږ ويشتم آئيني ترميم  دا اولنۍ ميوه  د نوې چيف جسټس په شکل کښې مخې ته راغلې ،دغه شان د دې ترميم لاندې به آئيني بنچ هم خپپل کردار ترسره کوي او صرف آئيني کيسونه به اوري او د دې فيصلې به کوي ، سپريم کورټ او هائيکورټس به صرف په ديواني او فوجداري مقدمو  خپله توجو ورکوي او د مقدماتو بيک لاګ به ختموي ،چې ورسره به د خلقو په عدليه باندې اعتماد سيوا کيږي ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهد نامزد چيف جسټس آف پاکستان يحيیٰ آفريدي په عدالتي کيريئر يو نظر
    بله مقاله صدر مملکت د جسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس آف پاکستان په حيث د تعيناتۍ منظوري ورکړې
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    د پښتونخوا مسئلو نه خبر يم، د وفاقي حکومت اقدامات جاري دي، وزيراعظم شهبازشريف

    جنوري 10, 2026

    پي ټي آئي ته د کراچۍ په قائد مزار کښې د جلسې مشروط اجازت ميلاؤ شوې

    جنوري 10, 2026

    پاکستان نيوي د زمکي نه فضا کښې خپل هدف په نښه کونکې ميزائل کاميابه تجربه کړې

    جنوري 10, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    د پښتونخوا مسئلو نه خبر يم، د وفاقي حکومت اقدامات جاري دي، وزيراعظم شهبازشريف

    جنوري 10, 2026

    پي ټي آئي ته د کراچۍ په قائد مزار کښې د جلسې مشروط اجازت ميلاؤ شوې

    جنوري 10, 2026

    پاکستان نيوي د زمکي نه فضا کښې خپل هدف په نښه کونکې ميزائل کاميابه تجربه کړې

    جنوري 10, 2026

    مظاهرو لوجې خرابو حالاتو نه پس ايران کښې موجود پاکستانيانو لپاره ايډوائزري جاري

    جنوري 10, 2026
    سرلیکونه
    سر خبر جنوري 10, 2026

    د پښتونخوا مسئلو نه خبر يم، د وفاقي حکومت اقدامات جاري دي، وزيراعظم شهبازشريف

    وزيراعظم شهبازشريف سره د خېبر پښتونخوا مسلم ليګ ن مشرانو ملاقات کړې، په دې موقع…

    پي ټي آئي ته د کراچۍ په قائد مزار کښې د جلسې مشروط اجازت ميلاؤ شوې

    جنوري 10, 2026

    پاکستان نيوي د زمکي نه فضا کښې خپل هدف په نښه کونکې ميزائل کاميابه تجربه کړې

    جنوري 10, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024117 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024108 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024100 Views
    د مدیر انتخاب

    د پښتونخوا مسئلو نه خبر يم، د وفاقي حکومت اقدامات جاري دي، وزيراعظم شهبازشريف

    جنوري 10, 2026

    پاکستان نيوي د زمکي نه فضا کښې خپل هدف په نښه کونکې ميزائل کاميابه تجربه کړې

    جنوري 10, 2026

    مظاهرو لوجې خرابو حالاتو نه پس ايران کښې موجود پاکستانيانو لپاره ايډوائزري جاري

    جنوري 10, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.