جارجيا: بهر ملکي خبري ادارو مطابق امريکائي سابق صدر جمي کارټر د سلو کالو په عمر کښي ساه ورکړي ، جمي کارټر کال نولس سوه اووه اويا نه نولس سوه يو اتياپورې د امريکي صدر په څوکۍ ذمه موارۍ ترسره کړې وې ۔
د امريکې سابق صدر جمي کارټر تعلق د ډيموکريټک پارټۍ سره وو ، جمي کارټر د امن نوبل انعام هم حاصل کړے وو ، امريکي سابق صدر د نيوي نه ريټائرډ کيدو پس په سياست کښي برخه اخيستې وه ۔
کال نولس سوه شپږ اويا کښي ئي انتخاب ګټلې وو ، کارټر کال نولس سوه اووه اويا نه نولس سوي يو اتياپورې د امريکي صدر وو ۔
امريکي صدر جوبائيډن خپل تعزيتي بيان کښې وئيلي چې امريکه او نړۍ د غير معمولي مشر او سياست دان نه محرومه شوه، بلخوا نومنتخب امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې جمي کارټر ډير په مهم وخت کښې د ملک صدر وو ، د امريکي خلقو ژوند بدلولو لپاره ئې هر ممکن کوشش کړے وو ۔