سند کښې افسوس ناکه پيښه رامخې ته شوې، ضلع کشمور تحصيل کند کوټ کښې راکټ ګولے چوديدلې، کوم په نتيجه کښې چې اته کسان په حق رسيدلي.
کند کوټ کښې په يو کور کښې راکټ ګولې چودنه کښې پينځو ماشومانو بشمول اته کسان مړه شوي ولې پينځه کسان ژوبل شوي.
پوليس ابتدائي رپورټ مطابق د راکټ ګولے ماشومانو موندلې وه او کور ته ئي راوړې وه.
ايس ايس پي روحل کهوسه مطابق ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړې شوي، ولي د پيښې تحقيات روان دي.