وفاقي حکومت د غټ اختر په موقع د چهټيانو اعلان کړې او دې لړ کښې وزيراعظم د سرکاري چهټيانو منظوري هم ورکړې ده ۔
د وزيراعظم منظورۍ نه پس کابينه ډويژن طرف نه د غټ اختر د چهټيانو نوټي فکيشن هم جاري شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې وفاقي حکومت د غټ اختر په موقع ټول ملک کښې جمعې نه تر ګل ورځې پورې د څلور چهټيانو اعلان کړېدې ۔
نوټي فکيشن مطابق دا چهټيانې به د شپږم جون نه تر نهم جون پورې وي، دې دوران به ټول سرکاري او نجي دفترونه، تعليمي ادارے او بينکونه بند وي ۔