د پنډۍ کليواله سيمه ترلائي کښې د يوې امام باړې ګيټ نه بهر زورداره چاودنه شوې، پوليس ذرائعو وئيلي چې چاودنه کښې لس نه زيات کسان پحق رسيدو اطلاع ده او يو شمير نور ژوبل شويدي ۔
پنډۍ: پوليس ذرائعو وئيلي چې د سرښار غبرګ پنډۍ په ترلائي سيمه کښې امام باړې ګيټ نه بهر زورداره چاودنه شوې ده ۔
ذرائعو وئيلي چې چاودنه کښې دولس پورې کسان پحق رسيدلي او يو شمير نور ژوبل شويدي، ژوبل کسان مختکلفو هسپتالونو ته منتقل کړې شوي، چې پکښې د بعضو حالت نازک ښودلې کيږي ۔
د اسلام آباد او پنډۍ انتظاميې هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړې ده ، پوليس او نور قانون نافذ کونکي ادارو پلټنې شروع کړېدي ۔

