د سوات نه د دير يو بل سابقه ايم پي اے ګرفتار کړې شوې، ملک شفيع الله په اليکشن ټريبونل کښي د کاغذات نامزدګئي مسترد کيدو خلاف اپيل جمع کولو له دارالقضا ( هائي کورټ مينګوره بنچ ) ته روان وو چي د بنړ پوليس اسټيشن پوليسو په لاره کښي ګرفتار کړو.
د دير سره تعلق لرونکې سابقه ايم پي اے د ملک شفيع الله کاغذات نامزدګي تيره ورځ مسترد کړي شوي وو چي پر ضد ئي هغه په اليکشن ټريبونل دارلقضا سوات کښي اپيل جمع کولو له روان وو، په لاره کښي د مخکښي نه موجو د بنړ تهاني پوليسو هغه ګرفتار کړو او بنړ پوليس اسټيشن ته ئي منتقل کړو، تيره ورځ هم بنړ پوليسو سابقه صوبائي وزير انور زيب خان ګرفتار کړې وو، ملک شفيع الله د پي کے 115 لوئر دير تهري نه تير اليکشن کښي د صوبائي اسمبلئي غړې منتخب شوې وو او دا ځل ئي هم د دغه حلقي نه کاغذات جمع کړي وو چي اليکشن کميشن مسترد کړي وو.