پنډۍ کښې جاري د آخري ټيسټ ميچ دويمې ورځې لوبه ختميدو پورې د انګلينډ ټيم خپل دويم اننګز کښې درې وکټو په زيان څليريشت رنز جوړ کړيدي ۔
انګلينډ ته د پاکستان اولني اننګز سکور پورا کولو لپاره د نور دري پنځوس رنز ضرورت دې ۔ پاکستان طرف نه نعمان علي دوه او ساجد خان يو وکټ په خپل نوم کړې ده ۔
دې نه وړاندې پاکستان خپل اولني اننګز کښې درې سوه څلويښت رنز باندې آؤټ شوې او د اووه اوويارنز برتري ئې حاصل کړې ده ۔
پاکستان طرف نه ټولو نه زيات سعودشکيل شانداريو سل څلورديرش، ساجد خان اتۀ څلويښت، نعمان علي پنځه څلويښت اوشان مسعود شپږ ويشت او محمد رضوان پنځه ويشت رنز باندې آؤټ شوي دي ۔
انګلينډ لخوا ريحان احمد څلور او شعيب بشير درې وکټې په خپل نوم کړېدي ۔
ميلمه ټيم خپل وړومبي اننګز کښې په دوه سوه اووه شپيته رنزونو آؤټ شوې وو، د دواړو ټيمونو ترمينځ د درې ميچونو سيريز يو، يو سره برابر دې او دا فيصله کن ميچ دې ۔