اسلام آباد (ويب ډيسک) د سول نافرمانۍ کال ځنډولو په اړه اصل کهاني مخې ته راغلې ده، د ذرائعو ترمخه د تحریک انصاف کور کمېټۍ غړو عمران خان ته په اډیاله جیل کښې د سول نافرمانۍ تحریک په اړه بریفنګ ورکړېدې ۔
سرچينو وئيلي چې د تحریک انصاف مشرانو عمران خان ته وئيلي چې اولس دې تحريک ته بالکل تیار نه دې، په خېبر پښتونخوا کښې سول نافرماني د تحریک انصاف لپاره تاوان دې، په داسې حال کښې چې وفاق د غدارۍ مقدمې جوړولو لپاره مکمل تيارې کړېدې ۔
د سرچينو د وينا مطابق عمران خان ته دا هم اووئيل شو چې بهر ملکونو کښې ميشتۀ په لکونو پاکستانيانو کښې دتحريک انصاف د لس نه تر پنځلس زرو پورې کارکنان دي او د دې ضمانت نشته چې هغوي به خپلو کورونو ته پيسې نۀ ليږي ۔
سرچينو زياته کړې چې کله عمران خان د خپل آخري کال د ناوړې نتائج نه خبر شو نو ډير خفګان واخستو او داسې حال کېښ ئې په غصه کښې اووئيل چې حکومت تر دې دمه تحریک انصاف ته د سول نافرمانۍ یا مذاکراتو د ځنډولو وړاندیز هم نۀ دې کړې ۔
سرچینو دا هم وئیلي چې عمران خان د پارټۍ مشرانو ته هدايت کړې چې د خبرو وړاندیز ته دې یوه هفته انتظار اوکړي، په داسې حال کښې چې پر حکومت د دباؤ اچولو لپاره له سول نافرمانۍ کال نه بغير بله لار اوګورې ۔