اسلام آباد: د دفاع وزير خواجه آصف په ډاګه کړې چې د خېبر پښتونخوا وزير اعلیٰ او ګورنر ته افغانستان سره د آزادانه ډيل اجازت نشو ورکولې ۔
ميډيا سره خبرو اترو پر مهال خواجه آصف وئيلي دي چې دفاع او خارجه چارو معامله په آئين کښې واضحه ده ، قانوني او آئيني توګه باندې افغانستان سره د خبرو اترو معامله د وفاق سره ده ، وزير اعلیٰ او ګورنر خېبر پښتونخوا ته افغانستان سره د آزادانه ډيل اجازت نشو ورکولې ۔
دفاع وزير وئيلي که هغوي په آزادانه توګه افغانستان سره ډيل کول غواړي نو وفاق به اجازت نۀ ورکوي ، څوک خپله رائے په وفاق په زور نشي منلې ۔
خواجه آصف زياته کړې که وزير اعلیٰ او ګورنر څۀ رائے ورکول غواړي نو اجلاسونو کښې دې خپل موقف ضرور ورکړي ، او وفاقي حکومت ته دې دمسئلې حل په ګوته کړي ۔