د خیبرپختونخوا وزیراعلی په ضلع کرم کښی په پاک فوج د بمی چاودنی غندنه کړی او د پاک آرمی پنځه ځوانانو په شهادت ئی د غم رازی اظهار کړی، وزیراعلی وئیلی چی داسی حملی د پاک فوج حوصلی نه شی ماتولے او ملزمان به زرتر زره د قانون په لاس راوستلے شي.
د خییرپختونخوا وزیراعلی علی امین ګنډاپور په ضلع کرم کښی په پاک فوج د بمی چاودنی غندنه کړی او په پیښه کښی شهیدان شوی د پاک فوج پنځه ځوانانو کورنئ سره ئی د همدردئ څرګندونه کړی،
وزیراعلی وئیلی چی د ترهه ګرو او ملک دشمن عناصرو له طرفه داسی بزدلانه حملی د پاک فوج حوصلی نه شی ماتولے، بلکه داسی واقعات د پاک فوج په ځوانانو کښی نور هم جذبه پيدا کوي، دوي وئیلی چی په حمله کښی ککړ ملزمانو خلاف به کارروائي کولے شي