امريکني سينټ کښې د پاکستان او چين مخالف بل پيش شوے،بل د ري پبلکن سنټير مارکو روبيو لخوا جمع شوېدے،بل کښې په ښکاره ډول د بهارتي حکومت ملاټر شوېدے،بل کښې وئيلي شويدي که چرې پاکستان د بهارت خلاف ترهه ګرۍ سرپرستۍ کښې ککړ وي نو بايد چې امريکه ورله نور سيکيورټي امداد ورنکړې يوايس انډيا ډيفنس کواپريشن ايکټ په نوم امريکني سينټ ته وړاندې کړې شوي دې بل کښې د امريکې او بهارت تعلقات نور هم مضبوطولو تجويز ورکړې شوېدے
بل کښې وئيلي شويدي چې کانګرس دې د پاکستان د طرف نه د بهارت خلاف دهشت ګردي او پراکسي ډلو ملاټر په حواله تحقيقات وکړي او رپورټ دې ايوان ته پيش کړي
دې بل کښې د چين مخ په زياتيدونکي اثر رسوخ او پاکستان لخوا د مبينه خطرو مخ نيوي لپاره بهارت سره د امريکې سټريټجک، پوځي، سفارتي تعلقاتو کښې د اضافې تجويز هم شامل دے