بنو پوليس د ترهه ګرۍ دوه هڅې ناکامه کړي ، بم ډسپوزل سکواډ په وخت کاروائي کړې او درې سوه کلو ګرام پورې بارودي مواد ئې برآمد کړي،پوليس مطابق بنو ميران شاه روډ باندې د پل لاندې ايښودي شوي يو سل څلويښت کلو ګرام او بنو ککي پوليس سټيشن مين ګيټ سره يو سل پنځوس کلو ګرام بارودي مواد ناکامه کړې شوي،پوليس نور تحقيقات شروع کړيدي ۔
بنو پوليس مطابق بکاخېل کښې شرخوښو په بنو ميرانشاه روډ د پل لاندې د بارودو ډک ډرامونه نصب کړي وو ۔
پوليس په اطلاع ميلاويدو د ترهه ګرۍ دغه منصوبه ناکامه کړې او يوسل څلويښت کلو ګرام بارودي مواد ئې برآمد کوکلو نه ناکامه کړيديد ۔
بلخوا بنو ککي پوليس سټيشن مين ګيټ سره پروت بم ئې هم ناکامه کړې دې ۔
ډسټرکټ پوليس افيسر ياسر آفریدي وینا تر مخه پوليس په تحصيل بکاخيل او تحصیل ککي سيمو کښې په دوه کاروائيانو کښې يوسل پنځوس کلو ګرامه بارودي مواد برآمد کړيدي ۔
پوليس چارواکو مخکښې وئيلي چې فوري کاروائۍ سره د ترهه ګرو دوه هڅي شنډې کړې شوي او ښار ئې د لوئې تباهۍ نه بچ کړيدي ۔

