د بنګله ديش ائير چيف مارشل حسن محمود خان د پاکستان فضائې مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سره ملاقات کړې چې پکښې دوه اړخيزه او اداره جاتي تعاؤن سيوا کولو باندې خبرې شوي، دې ملاقات کښې په تربيت، صلاحيت سازې، خلائي و هوابازۍ شعبه کښې پرمختګ باندې په تعاؤن خصوصي توجو ورکړې شويده ۔
اسلام آباد: د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري شوي بيان مطابق د بنګله ديش فضائيې سربراه د ائير هيډکوارټر اسلام آباد دوره کړې، په دې موقع ائيرچيف مارشل ظهير احمد بابر د هغۀ هرکلي کړې، د پاک فضائې چاق و چوبند دستې د ګران ميلمه په اعزاز کښې ګارډ آف آنر وړاندې کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې دورې پر مهال د بنګله ديش جنګي الوتکو مينټيننس، ائير ډيفنس ريډار سسټمز، او جے ايف سيونټين جنګي الوتکو ممکنه خريدارې باندې مشاورت شويدې ۔
د بنګله ديش وفد د نيشنل آئي ايس آر، سائيبر کمانډ او ايرو سپيس ټيکنالوجي پارک دوره کړيده، دوانړو هيوادونو پاک بنګله دفاعي اړيکي اوږد مهال سټريټيجک شراکت دارې کښې بدلولو عزم اظهار کړې ۔

