ايشيا کپ اهم ترين ميچ کښې بهارت په اووه وکټو پاکستاني ټيم ته شکست ورکړېدې، د پاکستان يو سل اتۀ ويشت رنز بهارتي ټيم درې وکټو په زيان شپاړسم اوور کښې پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ،بهارت طرف نه ټولو نه زيات کپتان سوريا کمار اووه څلويښت رنز جوړ کړې او ناټ آؤټ پاتې شوې ۔
دبئي انټرنيشنل کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلې د ايشيا ټې ټوينټي کپ شپږم ميچ کښې د پاکستان کپتان سلمان علي آغا ټاس ګټلو نه پس پخپله د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورز کښې نهه وکټو په زيان يو سل اووه ويشت رنز جوړ کړي وو،چې پکښې ټولو نه زيات صاحبزاده فرحان څلويښت رنز باندې آؤټ شوې وو ، شاهين شاه آفريدي دري ديرش رنز باندې ناقابل شکست پاتې شوې وو ۔
فخر زمان اوولس، فهيم اشرف يوولس، سفيان مقيم لس، حسن نواز پنځه، محمد حارث او سلمان آغا درې، درې، صائم ايوب او محمد نواز بغير د رن جوړولو آؤټ شوي وو ۔
بهارت طرف نه کلديپ ياديو درې، بومرا او ايکسر پټيل دوه، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
بهارتي ټيم د پاکستان مقرره هدف درې وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، پاکستان طرف نه صائم ايوب درې وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
بهارت لخوا ټولو نه زيات سوريا کمار ناټ آؤټ اووه څلويښت رنز جوړ کړي وو ، شاندار باولنګ باندې کلديپ ياديو د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔