خېبرپښتونخوا حکومت صوبه کښې پهاړپور او اپرسوات په نوم دوه نوې ضلعې جوړولو منظوري ورکړې ده، دا منظوري د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور مشرۍ خښې شوې د کابينې اجلاس کښې ورکړې شويده ۔
پيښور: د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور مشرۍ کښې د خېبرپښتونخوا کابينې اجلاس شوې چې پکښې يو شمير منصوبو منظوري ورکړې شويده ۔
د خېبرپښتونخوا کابينې غونډه کښې سرکاري کالجونو کښې په عارضي بنيادونو د بهرتۍ منظوري ورکړې شوېده، فيصلې مطابق درې زره نه زيات استاذان به په عارضي بنيادونو بهرتي کولې شي ، په دې به درې ارب روپې اخراجات راځي ۔
د صوبائي کابينې فيصلې مطابق غونډه کښې د پهاړ پور او اپر سوات په نوم د دوه نوې ضلعو جوړولو منظوري هم ورکړې شوې ده ۔
اجلاس کښې واپس تلونکي افغان کډوالو ته د ريليف فنډ نه رقم خرچ کولو لپاره ډي سيز ته اجازت هم ورکړې شوې ،غونډه کښې هاغه سکولونه او کالجونه آؤټ سورس کولو منظوري هم ورکړې شوې، کومو کښې چې د طالبعلمانو تعداد کم وي ۔
د کابينې غونډۀ په اړه مشر اطلاعات بيرسټر سيف وئيلي چې د وفاقي حکومت غير منقوله جائيداد په انتقال لګولې شوې فيډرل ټيکس معامله به عدالتونو کښې چيلنج کولې شي او کابينې د دې منظوري هم ورکړې ده ۔
صوبائی کابینې دافغان مھاجرینو واپسۍ دپارہ د ټرانسپورټ سهولت ورکولو او د سیاحتي مقاماتو بھترۍ لپارہ د یو ارب روپو ګرانټ منظوری ھم ورکړيده ۔