پيښور: د خېبر پښتونخوا مشیر اطلاعات بیرسټر محمد علی سیف وئیلي دي چې سبا نه به په کرمه کښې د سفر لپاره سړکونه پرانستې شي او قافلې په شکل کښې به د خلقو تګ راتګ شروع شي ۔
بيرسټر سيف وئيلي چې سبا کرمې ته تلونکې قافلې د حفاظت لپاره ټول انتظامات مکمل شويدي،د امن معاهده نه پس په وړومبي ځل په کرمه کښې سړکونه پرانستې کیږي ۔
هغوی زیاته کړه چې د ایپکس کمیټې د فیصلې په رڼا کښې ضلع کرم کښې وسله د جمع کولو او بنکرز به ورانولې شي، فریقین به پنځلس ورځو کښې دننه وسله جمع کولو په اړه خپل لائحه عمل وړاندې کوي ۔
د مشیر اطلاعات وینا ده چې د امن معاهدې مطابق د وړاندې نه موجود بنکرز به په یو میاشت کښې دننه ړنګولې شي ۔
هغوي زیاته کړې چې بنکرز د مسمار کولو نه پس چې کوم فریق هم لشکر کشي اوکړی هغه به ترهه ګر ګرځولې شي او د هغي خلاف به کاروائي هم کولې شی ۔