اسلام آباد هائيکورټ کي د ايون فيلډ او العزيزيه ريفرنسز کي سزا خلاف اپيل سماعت شوې، نواز شريف عدالت کي پيش شوي، عدالت ويلي چي دوانړه کيسز کي نه چارج شيټ صحيح فريم شوي او نه نيب ته څه پته وه ، چي شواهد څه دي، عدالت د کيس نور سماعت تر شورو ورځ پوري ځنډولي.
د کيس سماعت د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب باندي مشتمل ډويژن بينچ کړي، سماعت په موقع د نواز شريف وکيل امجد پرويز دلائل ورکړي، هغه ويلي چي دوانړه ريفرنس کي په نواز شريف باندي په يوه ورځ فرد جرم عائد شوي، ايون فيلډ کي نواز شريف ته لس کاله او العزيزيه کي ورته اووه کاله قيد سزا اورولي شوي، جسټس مياګل حسن اورنګزيب ويلي چي بظاهر نيب د خپل طرف نه تفتيشن نه دي کړي، عدالت ريمارکس کي دا هم ويلي چي داسي ښکاري چي نيب سره شواهد هم نه وو، چارج شيټ هم صحيح نه دي فريم شوي، چيف جسټس ويلي چي کله کرپشن ثابت نشو، نو بيا د امدن نه سيوا اثاثو خبره سنګه کيديشي، عدالت د کيس سماعت د شورو ورځ پوري ځنډولي.