Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

    جولای 11, 2025

    پاکستان ايشيا هاکي کپ لپاره ټيم بهارت ته نۀ ليږلو فيصله کړې

    جولای 11, 2025

    انتظاميه،ريسکيو،محکمه بلديات،پوليس دسوات پيښې ذمه وار دي، تحقيقاتي کميټۍ رپورټ

    جولای 11, 2025

    د مولانا خانزيب شهيد جنازه ناواګۍ کښې ادا، په زرګاؤ خلقو شرکت کړې

    جولای 11, 2025

    صدر مملکت ، وزير اعظم او داخله وزير د مسافرو اغوا کولو او بيا وژلو پيښې سخته غندنه کړې

    جولای 11, 2025
    Facebook X (Twitter) Instagram
    یکشنبه, جولای 13, 2025
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      صدر مملکت ، وزير اعظم او داخله وزير د مسافرو اغوا کولو او بيا وژلو پيښې سخته غندنه کړې

      جولای 11, 2025

      بهارتي سپانسرډ پراکسيز خلاف کاروائۍ جاري ساتل ضروري دي، فيلډمارشل سيد عاصم منير

      جولای 10, 2025

      د خودمختار ساوي د سوري لاندې د انتها پسندۍ خاتمې ،مکالمې او ترقۍ لپاره تاريخي سيمينار

      جولای 10, 2025

      د فيلډ مارشل عاصم منير د صدر جوړېدو تجويز زير غور نۀ دې،داخله وزير محسن نقوي

      جولای 10, 2025

      ټول ملک کښې د ماهانه ايډجسټمنټ لاندې د بجلۍ قيمت کښې کمې شوې

      جولای 9, 2025
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      د طالبانو امير هِبت الله او افغانستان چيف جسټس د ګرفتارۍ وارنټ جاري

      جولای 8, 2025

      ننګرهار ولايت کښې سيلابونو تباهي خوره کړې، دوہ ماشومان پحق رسيدلي، يو شمير کورونه تباه

      جولای 7, 2025

      ذبيح الله مجاهد د امريکې او نور ملکونو نه افغان حکومت تسليمولو مطالبه کړې

      جولای 6, 2025

      د افغانستان جنګ شروع کول زمونږ د تاريخ توره ورځ وه ، امريکې صدر ډونلډ ټرمپ

      جولای 5, 2025

      امريکني حکومت افغانستان کښې د شل کلن جنګ تحقيقات شروع کړي

      جولای 4, 2025
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

      جولای 11, 2025

      د نيلم منير د وادۀ تصويران په سوشل ميډيا ډير زيات اوکتلې شو

      جنوري 8, 2025

      د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

      سپتمبر 23, 2024

      د اسلام آباد يو شخصي پوهنتون کښې د ګِټ ټوګيدر يوه خوندوره دستوره

      سپتمبر 15, 2024

      دپاکستان پخواني وزيراعظم لپاره مې سندره نۀ ده وئيلې،کمار سانو

      اگست 12, 2024
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » القاعده افغانستان کې د روزنیزو کمپونو شبکه غځولې
    افغانستان

    القاعده افغانستان کې د روزنیزو کمپونو شبکه غځولې

    جولای 12, 2024څرگندونې نشته3 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    ملګرو ملتونه وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده او داعش په څېرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی.

    د دغه سازمان د امنیت شورا بندیزونو کمیټې د غړو هېوادونو له خوا د را ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې ترهګرې ډلې لا هم افغانستان ته د یوه خوندي ځای په سترګه ګوري او دا چې طالبان په ځینو ولایتونو کې د میشتو ډلو پر وړاندې نرم دریځ لري.

    رپوټ کاږي، دا کار دې ته لاره هواروي چې د ترهګرۍ لمن نورو ګاونډیو هېوادونو ته پراخه شي.

    په دې کې په ځانګړې توګه د القاعده ډلې یادونه شوې چې له څو لسیزو راهیسې له طالبانو سره ښه اړیکي پالي ، جګړه کې یې ورسره برخه لرله او مالي مرسته یې هم کوله.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې دغه تازه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې دا په وار وار رد کړې چې بهرنۍ وسله والې ډلې دې په افغانستان کې حضور ولري.

    دوی دا ټینګار هم کوي چې چا ته د نورو خلاف د افغانستان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

    د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د رپوټ په یوه برخه کې راغلي چې د تېر کال په اوږدو کې القاعده ډلې خپلې تنظیمې چارې او د افرادو جذب له سره پیل کړی، د کابل او ننګرهار په ګډون یې په پنځو ولایتونو کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي او خوندي کورونه لري.

    رپوټ دغه راز زیاتوي چې له افغانستانه بهر هم د دې ډلې ځینې غړي چې ملګري ملتونه یې باتجربه کسان بولي، جذب شوي،

    رپوټ کې راغلي، دغه کسان دنده لري چې د القاعده خورې ورې ډلګۍ منظمې کړي. د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د القاعده مشر سیف العدل چې ویل کیږي ایران کې دی، کونړ او نورستان ولایتونو ته ځینې عربان استولي چې د روزنې چارې پرمخ یوسي او د دې ډلې له مشرتابه سره اړیکې ټينګې کړي.

    د ملګرو ملتونو د رپوټ یوه بله برخه کې راغلي، طالبانو د القاعده ډلې دوه کسانو ته چې د رپوټ په وینا د وسلې جوړولو ماهرین دي، خوندیتوب ورکړی او دریم تن چې د لیبیا دی، افغان پاسپورټ ترلاسه کړی او په کورنیو چارو وزارت کې دنده هم لري.

    ملګري ملتونه وايي د طالبانو د دغو کړنو موخه جوته نه ده، خو دا وړ فعالیتونه د لویې اندېښنې لامل شوي دي.

    په دې رپوټ کې د داعش ډلې پر وړاندې د طالبانو هڅې ستایل شوې خو د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو د حکومت وړتیاوو ته د شګ په سترګه کتل شوي او د داعش خراسان ډلې له خوا د افراد د جذب په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

    په رپوټ کې راغلي، داعش د طالبانو واکمنۍ کمزورې کولو لپاره ځان چمتو کوي خو له افغانستانه دباندې د روسیې او ایران په څېر هېوادونو کې بریدونه کوي.

    که څه هم په دې رپوټ کې افغانستان کې د القاعد د فعالیت په اړه اندېښنه ښودل شوې خو باید وویل شوي چې د تېر کال وروستیو کې د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز مشر ویلي وو په پاکستان او افغانستان کې القاعده په تر ټولو کمزوري حالت کې ده او د دې امکان لږ دی چې بیا سر را پورته کړي.

    طالبان لا د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو تېره فبرورۍ میاشت کې یې دملګرو ملتونو هغه ادعا ردکړې وه چې ګواکې القاعده ډلې دې په افغانستان کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي وي. طالبانو دغه راز په تکرار ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهباجوړ حلقه پي کے 22،وړومبۍ غيرسرکاري غير حتمي نتيجه
    بله مقاله سپريم کورټ پي ټي آئي ته د زنانو او اقليتونو لپاره مخصوص سيټونه ورکولو حکم ورکړے دے
    Web Desk
    • Website

    مربوطه لیکنې

    ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

    جولای 11, 2025

    پاکستان ايشيا هاکي کپ لپاره ټيم بهارت ته نۀ ليږلو فيصله کړې

    جولای 11, 2025

    انتظاميه،ريسکيو،محکمه بلديات،پوليس دسوات پيښې ذمه وار دي، تحقيقاتي کميټۍ رپورټ

    جولای 11, 2025
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

    جولای 11, 2025

    پاکستان ايشيا هاکي کپ لپاره ټيم بهارت ته نۀ ليږلو فيصله کړې

    جولای 11, 2025

    انتظاميه،ريسکيو،محکمه بلديات،پوليس دسوات پيښې ذمه وار دي، تحقيقاتي کميټۍ رپورټ

    جولای 11, 2025

    د مولانا خانزيب شهيد جنازه ناواګۍ کښې ادا، په زرګاؤ خلقو شرکت کړې

    جولای 11, 2025
    سرلیکونه
    انټرټېنمنټ خبرونه جولای 11, 2025

    ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

    د اردو ژبې نامتو ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شويده،…

    پاکستان ايشيا هاکي کپ لپاره ټيم بهارت ته نۀ ليږلو فيصله کړې

    جولای 11, 2025

    انتظاميه،ريسکيو،محکمه بلديات،پوليس دسوات پيښې ذمه وار دي، تحقيقاتي کميټۍ رپورټ

    جولای 11, 2025
    ډیر لیدل شوی

    جمرود:د کوکي خيل قبيلې احتجاج لوجې پاک افغان لويه لار بند،بعضې مظاهرچيان په پيسو ګاډي پريږدي،ټرانسپورټرز او خلق مشکلاتو سره مخ

    اکتوبر 10, 202483 Views

    بیرسټر سیف خپل ګوند ته وړاندیز کړی چې حکومت دې خبرو ته وهڅوي

    دسمبر 19, 202461 Views

    خېبرپښتونخوا حکومت ټول وسائل د باني پي ټي آئي جلسو لپاره استعمالوي،محمد علي شاه باچه

    اکتوبر 1, 202455 Views
    د مدیر انتخاب

    صدر مملکت ، وزير اعظم او داخله وزير د مسافرو اغوا کولو او بيا وژلو پيښې سخته غندنه کړې

    جولای 11, 2025

    بهارتي سپانسرډ پراکسيز خلاف کاروائۍ جاري ساتل ضروري دي، فيلډمارشل سيد عاصم منير

    جولای 10, 2025

    د خودمختار ساوي د سوري لاندې د انتها پسندۍ خاتمې ،مکالمې او ترقۍ لپاره تاريخي سيمينار

    جولای 10, 2025
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2025 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.