آسټريليا د طالبانو سفارتکار د منلو نه انکار کړېدے چې لوجې به ئې په ديرشم جون کينبرا کښې افغان سفارتخانه بند شي ،بلخوا ټوکيو کښې د افغانستان سفارتخانه په باضابطه توګه بند کړي شويده
د آسټريليا خارجه وزارت او تجارت اعلان کړې چې کينيبرا کښې د افغانستان سفارت خانه روان کال ديرشم جون څخه به خپلې سرګر مئ ختموي ۔
د آسټريليا خارجه وزارت او تجارت خپل مشترکه بيان کښې وئيلي چې آسټريلوي حکومت طالبانو لخوا نامزد سفارت کار ، اعزازي قونصل يا څه بل نمائنده به نه تسليم کوي ۔
بيان کښې وئيلي شوې چې کينبرا کښي د افغانستان اسلامي جمهوريه سفارت خانه او آسټريلوي حکومت د افغان اولس سره ولاړ دي ،او وئيلي ئي دي چې مونږ طالبان افغانستان د اولس جائز نمائنده نه تسليموو۔
بيان کښې دا هم وئيلي شوې چې د طالبانو لخوا انساني حقونو مسلسل خلاف ورزئ ،په زنانو او جينکو د تعليم بنديز سخت مذمت کوو ۔
واضحه دي وي چې تير کال آسټريلوي حکومت د افغان پخوانې سفير وحيد الله ويسي اګاه کړې وو چې د هغوي په سفارتي اسناد کښې نوره توسيع نه شي کولې۔

