افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف کاروائۍ باندې افغان اولس هم د پاکستان حمايت کړيدې، د افغانستان عوامي تحريک د ترهه ګرو خلاف د پاکستان کاروائي خوش آئند ګرځولې ده ۔
د افغانستان نيشنل ريززسټنس فرنټ يعنې اين آر ايف سينئر غړي فضل احمد مناوي وئيلي چې طالبان د ظالمانو ډله ده ، ډيره ښۀ خبره دي چې د طالبانو خاتمه اوشي ۔
فضل احمد مناوي اووئيل چې افغانستان کښې ډير افغانان د ترهه ګرو خلاف د پاکستان د کاروائيانو مرستيال دي ، افغانان هم په خپله زمکه جنګ ختميدل غواړي ۔
هغه زياته کړې چې مونږ به د داسې کاروائيانو مکمل ملاتړ کوؤ، کومې چې د افغان اولس د مفاد لپاره وي ۔
فضل احمد مناوي دا هم وئيلي چې اين آر ايف ټولې نړۍ سره ګوره تعلقات قائمول غواړي ۔

