Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    جي ايچ کيو حمله کيس، مراد سعيد پشمول د پي ټي آئي اهم مشرانو ته لس، لس کالو قيد سزا

    مارچ 7, 2026

    لکي مروت: دکان کښې چاودنه، دوه کسان پحق رسيدلي، اتۀ سخت ژوبل شوي

    مارچ 7, 2026

    جنوبي وزيرستان: وانا بازار کښې چاودنه،دوه پوليس اهلکار شهيد، پنځه ويشت کسان ژوبل شوي

    مارچ 7, 2026

    د سادګۍ او بچت لپاره دې سفارشات تيار کړې شي ،د وزيراعظم شهبازشريف هدايت

    مارچ 7, 2026

    بلوچستان کښې دوه کاروائيانې پر مهال پنځلس ترهه ګر وژلي شوي

    مارچ 7, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    شنبه, مارچ 7, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      جي ايچ کيو حمله کيس، مراد سعيد پشمول د پي ټي آئي اهم مشرانو ته لس، لس کالو قيد سزا

      مارچ 7, 2026

      جنوبي وزيرستان: وانا بازار کښې چاودنه،دوه پوليس اهلکار شهيد، پنځه ويشت کسان ژوبل شوي

      مارچ 7, 2026

      د سادګۍ او بچت لپاره دې سفارشات تيار کړې شي ،د وزيراعظم شهبازشريف هدايت

      مارچ 7, 2026

      بلوچستان کښې دوه کاروائيانې پر مهال پنځلس ترهه ګر وژلي شوي

      مارچ 7, 2026

      پټرول او ډيزل قيمت کښې في لټر پنځه پنځوس روپۍ اضافه شوې

      مارچ 6, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      عطا تارړ په افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف د آپريشن غضب للحق تازه تفصيلات جاري کړې

      مارچ 6, 2026

      افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف کاروائۍ باندې افغان اولس هم د پاکستان حمايت کړې

      فبروري 22, 2026

      پاکستان په افغانستان کښې کاميابه کاروائي،اووۀ ټهکانې تباه، اتيا پورې ترهه ګر وژلي شوي

      فبروري 22, 2026

      پاکستان په فغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف کاميابه کاروائي، اتيا پورې ترهه ګر وژلي شوي، سيکيورټي ذرائع

      فبروري 22, 2026

      پاکستان به افغانستان کښې د فضائي کاروائۍ کولو څخه ډډه اونۀ کړي،دفاع وزير خواجه آصف

      فبروري 18, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025

      د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

      اگست 31, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره
    انټرټېنمنټ خبرونه

    قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

    نوومبر 6, 2025Updated:نوومبر 6, 2025څرگندونې نشته4 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    A delightful Pashto poetry recital titled "Golona aw Rangona" was held at Quaid-e-Azam University, Islamabad.
    پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي او نومياله شاعر فضل سبحان عابد مشران مېلمانه وو ـ
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې د پښتون سټوډنس کونسل لخوا “ګلونه او رنګونه” عنوان لاندې د پښتو ژبې درنه او خوندوره مشاعره شويده ۔

    اسلام آباد: (سردار يوسفزي) قائد اعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې تيره ورځ ترسره شوې مشاعرې صدارت د پښتنو قامي شاعر رحمت شاه سائل کړې وو ۔

    په دې موقع نومياله شاعر او اسلاميه کالج پوهنتون پېښور کښې د پښتو څانګې پخوانې چيئرمېن پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي او نومياله شاعر فضل سبحان عابد مشران مېلمانه وو ـ

    د پشتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد باني او پخوانے چيئرمېن م ر شفق، او پروفېسر ډاکټر حنيف خليل اعزازي مېلمانه وو،د نظامت چارې سردار يوسفزي ترسره کړې وې ـ

    په دې موقع شاعرانو ته د کتابونو او ګلونو ډالۍ ورکړې شوې، صدر محفل، مشرانو او اعزازي مېلمنو خپلو خبرو کښې د پښتو ادب په اهميت او معاشره کښې د شاعر په کردار خبرې اوکړې ـ

    قائداعظم يونيورسټۍ اسلام آباد کښې د پښتون سټوډنټس کونسل ځوانان وخت په وخت ادبي کلتوري دستورې تابيا کوي چې داشان ځوان کول د جديد دور چپو کښې خپل ادب کلتور او رواياتو سره تړلې پاتې شي ـ

    دې دستورو کښې د پنډۍ اسلام آباد شاعرانو اديبانو او په خصوصي توګه د پشتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد يو مهم کردار دې ـ

    د نن نه څلوېښت کاله وړاندې جوړ شوې د دې تنظيم برکت وو چې دلته د وخت تېريدو سره سره مختلف قسم ادبي کلتوري ټولنې جوړې شوې او د خپلو خپلو چوکاټونو دننه ئې د پښتو ادب او ثقافت وده کښې خپل کردار ادا کړو او ادا کوي ،دغه وجه ده چې نن د مارګلې لمن د دې هلو ځلو په برکت پښتونخوا سره يو شان په نظر راځي ـ

    د اسلام آباد اعلى تعليمي ادارو طالب علمان هم لګيا دي د دغه تنظيمونو په مرسته د ادب او کلتور وده کښې خپل کردار ادا کوي ـ

    د پروګرام مشر منتظم احمد خان خپلواک د مېلمنو شکريه ادا کړه او د پښتون کونسل په غېر نصابي او ادبي کلتوري سرګرمو ئې رڼا واچوله، احمد خان خپلواک اېم فل سکالر او مورنۍ ژبې ليونې مئين دې ،دلته دې دستورو تابيا کولو کښې ئې بنيادي کردار دې ، دې سره سره هغه په قام او وطن مئين شاعر هم دې ـ

    د پښتون کونسل چېٸرمېن انعام ترين په پښتو او قاموالۍ مئين سنجيده ځوان دے ـ هغۀ د راغلي مېلمنو هرکلې اوکړو او د راغلي شاعرانو ئې شکريه ادا کړه، او وې وئيل چې د دې نامتو شخصياتو راتګ سره د پښتون کونسل ځوانان د ادب کلتور خدمت ته نور تازه او چمتو کيږي ـ

    دوي اووئيل چې دلته تعليمي ادارو کښې پښتانه طالب علمان تعليم سره سره ادبي کلتوري هلې ځلې په ډېر تسلسل کوي نو د دوي ډاډګيرنه په مونږ لازم ده او مونږ تاسو سره په دې قامي خدمت کښې کلک ولاړ يو ـ

    صدر محفل رحمت شاه سائل او مشر مېلمه پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي اووئيل چې د دې مشاعرې انفراديت دا وو چې ټولو شاعرانو په خپله خوښه ښه زيات کلامونه وړاندې کړل، نۀ ورپسې سټېج سېکرټري آواز کړې او نۀ اورېدونکي يو لحظې دپاره مړاوې شوي ـ

    دوي اووئيل چې دا ډېره کاميابه مشاعره وه چې راغلي خلک تر آخره ناست او چټک پاتې شو ، دوي اووئيل چې دا لړۍ دغه رنګ جاري وساتلې شي ۔

    مشاعره کښې رحمت شاه سائل، پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي، فضل سبحان عابد، م ر شفق، پروفېسر ډاکټر حنيف خليل،پروفېسر ډاکټر شجاع الملک،پروفېسر ظاهر شاه ظاهر ،حيات سواتي، احمد خان خپلواک،افنان مروت او نديم ټکر خپل خپل کلامونه وړاندے کړل ۔

    په دې موقع پښتنو زلمو او پېغلو ګڼ شمېر کښې “ګلونه او رنګونه” نومې ادبي دستوره کښې ګډون اوکړو او پښتون کونسل د ځوانانو ادبي هلو ځلو ستائنه ئې هم اوکړه ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهکرک کښې مشترکه کاروائي، د کالعدم تنظيم مطلوب کمانډر وژلې شوي، انښته کښې څلور اهلکار ژوبل
    بله مقاله فيلډ مارشل عاصم منير سره د برطانيه چيف آف جنرل سټاف ملاقات
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

    فبروري 10, 2026

    زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

    جنوري 1, 2026

    د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

    اکتوبر 5, 2025
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    جي ايچ کيو حمله کيس، مراد سعيد پشمول د پي ټي آئي اهم مشرانو ته لس، لس کالو قيد سزا

    مارچ 7, 2026

    لکي مروت: دکان کښې چاودنه، دوه کسان پحق رسيدلي، اتۀ سخت ژوبل شوي

    مارچ 7, 2026

    جنوبي وزيرستان: وانا بازار کښې چاودنه،دوه پوليس اهلکار شهيد، پنځه ويشت کسان ژوبل شوي

    مارچ 7, 2026

    د سادګۍ او بچت لپاره دې سفارشات تيار کړې شي ،د وزيراعظم شهبازشريف هدايت

    مارچ 7, 2026
    سرلیکونه
    قامى خبرونه مارچ 7, 2026

    جي ايچ کيو حمله کيس، مراد سعيد پشمول د پي ټي آئي اهم مشرانو ته لس، لس کالو قيد سزا

    نهمې مئي پرتشدد احتجاج او جي ايچ کيو حمله کيس کښې د پي ټي آئي…

    لکي مروت: دکان کښې چاودنه، دوه کسان پحق رسيدلي، اتۀ سخت ژوبل شوي

    مارچ 7, 2026

    جنوبي وزيرستان: وانا بازار کښې چاودنه،دوه پوليس اهلکار شهيد، پنځه ويشت کسان ژوبل شوي

    مارچ 7, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024120 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024117 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024105 Views
    د مدیر انتخاب

    جي ايچ کيو حمله کيس، مراد سعيد پشمول د پي ټي آئي اهم مشرانو ته لس، لس کالو قيد سزا

    مارچ 7, 2026

    جنوبي وزيرستان: وانا بازار کښې چاودنه،دوه پوليس اهلکار شهيد، پنځه ويشت کسان ژوبل شوي

    مارچ 7, 2026

    د سادګۍ او بچت لپاره دې سفارشات تيار کړې شي ،د وزيراعظم شهبازشريف هدايت

    مارچ 7, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.