اسلام آباد:جوډيشل کميشن آف پاکستان اجلاس د چيف جسټس يحي آفريدي په مشرۍ کښې ترسره شوې، اجلاس کښې د جسټس امين الدين خان په مشرۍ کښې اووه رکني آئيني بينچ جوړلولو فيصله شويده ۔
غونډه کښې د سپريم کورټ سينئر ججز جسټس منصور علي شاه ، جسټس منيب اختر او جسټس امين الدين ګډون کړې، دې ترڅنګ اجلاس کېښ اټارني جنرل ، وفاقي وزيرقانون اعظم نذير تارړ، نمائنده پاکستان بارکونسل اختر حسين هم شريک شوې وو ۔
جوډيشل کميشن کښې آئيني بينچ فيصله اووه او پنځه تناسب سره شويده ،چيف جسټس يحيي آفريدي ، جسټس منصور علي شاه ،جسټس منيب اختر ، عمر ايوب او شبلي فراز د دې فيصلې مخالفت کړيدي بلخوا سرچينۍ دا هم وائي چې آئيني بينچ لپاره د سپريم کورټ نه ججان اخستي شويدي ۔
پنجاب نه جسټس امين الدين او جسټس عائشه ملک، سندهـ نه جسټس محمدعلي مظهر او جسټس حسن رضوي ، بلوچستان څخه جسټس جمال مندوخيل او جسټس نعيم اختر افغان،دغه رنګ خېبرپختونخوا نه جسټس مسرت هلالي په آئيني بينچ کښې شامل کړےشويدي ۔