بلوچستان کښې د ترهه ګرۍ پيښې دوام لري ، ضلع خضدار کښې نامعلومه وسله والو ډزې کړې چې پکښې څلور کسان پحق رسيدلي دي ۔
ډي آئي جي خضدار وينا ترمخه د ډزو پيښه د کراړو په مقام رامخې ته شويده، پوليسو د پيښې د پيښې د ځائې نه شواهد راغونډ کړي او پلټنې ئې شروع کړېدي ۔
پوليس مطابق د ډزو پيښه کښې قبائيلي مشر مير مهرالله او د هغه درې ملګري پحق رسيدلي او پيښې نه پس ملزمان تيښته کښې کامياب شويدي ۔
ډي آئي جي خضدار سهيل خالد وائي چي د پيښي پلټني شروع شوي ، علاقه کښي امنيتي ادارو سرچ آپريشن کړے