د څلريشتم نومبر احتجاج او په قيادت پورته شوي سوالونه، پي ټي آئي که په موروثي سياست يقين نه کوي بيا ولې د پارټۍ چئيرمين په ځائې بشری بي بي د ” فائنل کال” احتجاج مشري کوله؟ د پارټۍ قائدين وائي چې په پارټۍ کې موروثيت نه منو
که څه هم د پارټۍ ورکر په دے خبره فکرمند دے چې ډي چوک ته د ورتلو او هلته د پرلت غزولو غږ عمران خان کړې وو او که نا، خو د پارټۍ ورکر بيا په دے خبره زيات حيران دے چې دوي ډي چوک ته خو ورسيدل، خو بيا د احتجاج مشري کوؤنکي قائدين چرته لاړل او دوي يې په ميدان کې يواځې پريښودل
دا د يو عام ورکر په ذهن کې پورته شوي سوالونه دي، خو د پارټۍ عهديدارانو چې کوم بيانونه راغلي، هغه لا زيات د فکر وړ دي
لکه چې علي محمد خان وائي چې زمونږ په پارټۍ کې د موروثيت لپاره هيڅ ځائ نيشته، نو بيا ولې د احتجاج اعلان د پارټۍ چئيرمين بيرسټر ګوهر علي په ځائې عليمه خان وکړو۔
د پارټۍ يو بل مشر شوک يوسفزي د خيبرنيوز په خپرونه کراس ټاک کې وئيلي چې زمونږ په پارټۍ کې جمهوريت دے، مونږ په خپله پارټۍ کې تپوس کولې شو، د بشری بي بي عزت او احترام په خپل ځائې خو د احتجاج مشري ورله نه وه پکار