توشه خانه کيس کښې دپخوانې چئيرمين پي ټې آئي جسماني ريمانډ رد، احتساب عدالت د نيب دري ورځنۍ جسماني ريمانډ استدعا مسترد کړيده، او په څوارلس ورځي جوډيشل ريمانډ ئي ليږلے دے،نيب ټيم ريمانډ دوران شوي پيش رفت نه هم عدالت خبر کړے.
احتساب عدالت اسلام آباد جج محمد بشير په اډياله جيل کښې د توشه خانه کيس سماعت کړے، نيب ټيم پخوانې چئيرمين پي ټي آئي د دوه ورځني جسماني ريمانډ مکمل کيدو ورستو عدالت ته پيش کړے وو، او ريمانډ دوران شوي پيش رفت ئي عدالت خبر کړے
سماعت دوران نيب د باني پي ټي آئي دري ورځني جسماني ريمانډ استدعا اوکړه، کوم چي عدالت رد کړه او هغي ئي په څوارلس ورځي جوډيشل ريمانډ باندي ليږلے دي ،
تير سماعت باندي احتساب عدالت د پخواني وزيراعظم دوه ورځنۍ جسماني ريمانډ منظور کړے وو.