کوهاټ لاچي تحصيل کښې سي ټي ډي او پوليسو مشترکه اپريشن کښې شپږ ترهګر وژلې شوې دي ، کوهاټ ډي پي او شهباز الهي ترمخه دا اپريشن د ترهګرو موجودګۍ په خفيه اطلاع شوې ،کاروائي دوران د ډزو سخته تبادله شوې ده ، وژلې شوې ترهګرو د ولقې نه په لوئي مقدار کښې وسله هم برامد شوې ، سيمه کښې د نورو ترهګرو لټون لپاره عمليات روان دي ۔
ډي پي او کوهاټ شهباز الهي وئيلي دي چې د ضلع کوهاټ لاچي سيمه کښې په خفيه اطلاع پوليس او سي ټي ډي مشترکه کارروائي کړېدې ۔
د کوهټا ضلعي پوليس افسر وئيلي چې آپريشن دوران د ترهه ګرو سره د ډزو تبادله هم شوې ده ۔
ډي پي او مطابق مشترکه آپريشن کښې شپږ ترهه ګر وژلي شويدي، د ترهه ګرو د قبضې نه وسله او ګوله بارود هم برآمد کړې شويدي ۔
ډي پي او وائي چې سيمه کښې د نورو ترهه ګرو لټون لپاره سرچ آپريشن جاري دې ۔

