ترجمان دفترخارجه وئيلې چې انخلا منصوبې اطلاق کښې هيڅ يو ملک يا شهريت په پام کښې نه ساتلې کيږي ، ترجمان ويناه چې څلويښت کالو راهسې د لاکهونو افغان خويندو ورنړو ميزباني يو ښکار ثبوت دې،نړيواله ورورلي دي په ترجيحي بنيادونو د مهاجرينوتحفظ ورکولو لپاره مشترکه کوششونه اوکړي.
ترجمان دفترخارجه ممتاز زهرا بلوچ د يو اين ايچ سي آر لخوا ورکړې شوې بيان باندې وئيلې چې دانخلا منصوبې اطلاق پاکستان کښې ټول غير قانوني ميشته غير ملکيانو باندې دې،منصوبې په اطلاق کښې هيڅ يو ملک يا شهريت په پام کښې نه دې ستالي شوي،دا فيصله دپاکستان خودمختار قانون او نړيوال اصول په نظر کښې شويده
ترجمان دفترخارجه زياته کړې چې پاکستان کښې ميشته ټول رجسټرډ غيرملکي په دې دائرکار کښې نه راځي،پاکستان حکومت دخراب صورتحال نه متاثره تنانو سکيوټي او تحفظ عزم کړيدې
ترجمان ويناه چې څلويښت کالو راهسې د لاکهونو افغان خويندو ورنړو ميزباني يو ښکار ثبوت دې،نړيواله ورورلي دي په ترجيحي بنيادونو د مهاجرينوتحفظ ورکولو لپاره مشترکه کوششونه اوکړي،پاکستان هم په دې اړه عالمي شراکت دارو سره په دې کار کوي