ګورنر هاؤس پيښور کښې د آزادۍ ورځې دستورې ته خطاب کښې د سرو زرو ميډل ګټونکي قومي هيرو ارشد نديم وئيلي دي چې اولمپکس نه مخکښې انځرۍ لوجې پرشانه وو، بيا مې آپريشن کړې وو،او دې نه پس مې د ګولډ ميډل ګټلو طمع وه ۔
ارشد ندیم اوویل چې ټول قام ته دې د نشن آزادۍ خوشحالۍ اومبارک شي، د ټول قام شکريه ادا کوم ، د والدينو او قام دعاګانو سره مې ميډل ګټلې دې ۔
ارشد نديم اووئيل چې زه د کرکټ لوبغاړی ووم خو له هغه وروسته ايتهليټکس ته راغلم، بيا مې محنت اوکړو ،او پاکستان لپاره مې ګولډ ميډل اوګټلو ۔
هغه اوويل چې د ټوکيو اولمپيکس لوبو لپاره مې هم ډېر محنت کړې وو،، خو انجرۍ لوجې مې پنځم پوزيشن حاصل کړې وو ۔
هغه زیاته کړه چې نورو يو شمير لوبو کښې مې هم ډير ميډلز ګټلي دي، او ډير زيات محنت مې کړېدې ۔