د پاکستان نه په لوي شمير کي عرب ملکونو ته خير ماران ځي، د سينټ قائمه کميټي برائے اورسيز کي انکشاف، سيکرټري اورسيز ويلي چي د حرم شريف په حدود کي ګرفتار شوي جيب تراشانو کي اکثريت د پاکستانيانو دي، عراق او سعودي سفير د پاکستاني خيرماران شکايت هم کړي دي
د سينټر منظور کاکړ په مشري کي سينټ قائمه کميټي برائے اورسيز اجلاس شوي، اجلاس ته ويلي شوي دي چي عرب ملکونو کي دپاکستاني فقيرانو يعني خيرمارانو شميره سيوا شوي، دا پاکستانيان د عمرے او په ويزټ ويزے باندي خليج ته ځي، او يبا هلته خير غواړي، د عراق او سعودي عرب سفيرانو هم دا معامله پورته کړي او د پاکستاني خيرمارانو په راتګ ي شکايت کړي، د حرم شريف په حدود کي ګرفتار جيب تراشانو کي د اکثريت تعلق د پاکستان سره دي