په غير قانوني توګه ميشته افغان کډوالو بے دخلۍ خلاف سپريم کورټ کښي درخواست دائر، درخواست کښي استدعا شويده چي نګران حکومت لخوا د غير ملکيانو بے دخلۍ فيصله دي غير قانوني اوګرځولے شي،او چي کوم افغانان پاکستان کښي پيدا شويدي، هغوي ته دي شهريت ورکړے شوي،د درخواست ګزارو ترمخه چي کوم غيرملکيانو سره قانوني دستاويزات شته دے، د هغوي بے دخلي غير قانوني ده.
د افغان کډوالو بے دخلۍ خلاف سپريم کورټ کښي فرحت الله بابر، سينيټر مشتاق، محسن داوړ ، جبران ناصر، آمنه مسعود جنجوعه، سيد معاز شاه، ايمان مزاري، احمد شبر او راحيل قاصي درخواست دائر کړے، چي پکښي وفاق، صوبي، نادرا، وزارت خارجه او داخله فريق جوړ کړے شويدي
درخواست کښي استدعا شويده چي سپريم کورټ دي د نګران حکومت لخوا د افغانانو بے دخلۍ فيصله دي غيرقانوني اوګرځولے شي، او چي کوم افغانان پاکستان کښي پيدا شويدي، هغوي د شهريت حق لري، او ورته دي د پاکستان نيشنلټي ورکړے شي
درخواست ګزارو ترمخه چي کوم غيرملکيانو سره قانوني دستاويزات شته دے، د هغوي بے دخلي غير قانوني ده