د ترکيه صدررجب طيب اردووان بهارت خلاف د پاکستان په ګټه د خوشحالۍ اظهار کړې او وئيلي دي چې د برادر ملک پاکستان او اولس ته مو د خپل مکمل حمايت يقين دهاني ورکړېده ۔
استنبول: د ترکيه کابينې ته وينا کښې صدر طيب اردووان وئيلي دي چې پهلګام پيښې نه پس مې دواړو ملکونو ترمينځ کشيدګي کمولو لپاره ډير کوششونه کړې،او دې لړ کښې پاکستان وزيراعظم شهبازشريف ته مې ټيليفون هم کړې وو ۔
رجن طيب اردووان اووئيل چې د کشمير په مسئله د ترکيه موقف واضحه دې، بيا هم د ا دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندي ښۀ خبره ده،ترکيه هم دې سلسله کښې ډير کوششونه کړي وو ۔
طيب اردوان اووئيل چې دواړه ملکونه دې اشتعال انګيزۍ کښې ځان نه ګيروي، پرسکون او پرامن ماحول کښې ټولې مسئلې حل کيديشي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د دواړو ملکونو ترمينځ صورتحال خطرناک حد ته رسيدلې وو، چې ورسره د منطقے امن ته خطره پيدا شوې وه ۔
طيب اردوان اووئيل چې کشيدګۍ دوران ما دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف ته ټيلي فون کړے وو، ورسره مې په دې معامله خبري کړيې وې، د کوم چې مثبت نتيجه مخې ته راغلې ده ۔
طيب اردوان زياته کړې چې پاکستاني وروڼو له په صبر و تحمل او دانشمندانه موقف باندې اومبارکي ورکوم او دواړه ملکونو ته مشوره ورکوم چې اشتعال انګيزۍ کښې ځان نه راولي، پرسکون او پرامن ماحول کښې ټوليې مسئلې حل کيديشي ۔