د افغانستان خارجه چارو وزير اميرخان متقي د خپل ترک هم منصب هاکان فدان سره ملاقات کړې چې پکښې سفارتي او تجارتي اړيکو بشمول د شريکې دلچسپې په مختلفو امورو خبرې شوي، د ترکيه خارجه وزير واضحه کړې چې افغانستان کښې دې نور وسله وال مخالفت وجود اونلري.
د افغانستان د بهرنو چارو وزارت لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې خارجه وزير اميرخان متقي او د ترکيه خارجه وزير ترمينځ ملاقات د ترکيه سرښار انقره کښې شويدې
ملاقات پر مهال دوه اړخيزه اړيکو بشمول تجارت او سفارتي امورو باندې د خيالاتو بدلون شوې، دوانړه مشرانو په دې خبره اتفاق کړې چې مستقبل کښې به دا ډول ناستو ته دوام ورکوي
په دې موقع افغان خارجه وزير د ترکيه د مرستو مننه اوکړه، په انقره او استنبول کښې د نوي افغان سفارتکارانو منل ئې د دوانړه هيوادونو ترمينځ اړيکو کښې يو غوره پرمختګ اوبللو
د ترکيه خارجه وزير هاکان فدان وئيلي دي چې افغانستان او ترکيه دوه ورونړه هيوادونه دي، او دغه هيواد کښې دې هيڅ يو وسله وال مخالفت نور وجود اونلري
د هغه وينا وه چې مختلف شعبو کارکردګې صلاحيت سيوا کوؤلو لپاره به افغان حکومت سره همکارې جاري ساتي