انسپکټر جنرل آف پوليس خيبرپښتونخوا اختر حيات ګنډاپور د خپلې عهدې نه لرې کړې شوې او هغۀ ته اسټيبلشمنټ ډويژڼ ته رپورټ کولو هدايت شويدې ۔
د اختر حيات ګنډاپور لرې کولو په حواله باقاعده نوټيفکيشن هم جاري شويدې ۔
د اختر حيات ګنډاپور په ځائې د پنجاب پوليس سروس ګريډ يويشتم افسر ذوالفقار حميد د خيبرپښتونخوا نوې آئي جي تعينات کړې شويدې ۔
کيبنټ ډوېژن د نوې آئي جي خېبرپښتونخوا د تعيناتۍ نوټفکيشن هم جاري کړېدې، نوټي فکيشن مطابق ذوالفقار حميد دې نه وړاندې پنجاب کښې خدمات ترسره کول ۔
ذرائعو ترمخه اختر حيات ګنډاپور د فرنټيئر کانسټيبلري کمانډنټ مقرر کولو فيصله شوې ده ۔