وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د حکومت کار کاروبار کول نه بلکه پاليسي جوړول او خلقو ته سهوليات فراهم کول دي، زمونږ حکومت دوران د آئي ايم ايف سره معاهده ممکن شوه نو ملک د ډيفالټ کيدو نه بچ شو ۔
اسلام آباد: د حکومت يو کال پورا کيدو په موقع تعمير و ترقي دستورے ته خطاب کښې وزيراعظم اووئيل چې يو کال دوران تنخواه دار طبقے درې سوه ارب روپۍ ټيکس ورکړيدې، د حکومتي اقداماتو سره ګرانۍ شرح هم کم ترين سطحې ته راغلې ده، حکومت مشکل فيصلے کړيدي، اوس به ملک مخکښې ځي ۔
وزيراعظم اووئيل چې حکومت د کفايت شعارۍ په پاليسۍ سختۍ سره عمل درآمد کوي، عام اولس ژوند د ګرانۍ لوجې مشکل شوې وو، ولي د حکومتي اقداماتو په وجه ګراني کم ترين سطحې ته راغلې ده ۔
شهبازشريف اووئيل چې د حکومت کار کاروبار کول نه بلکه پاليسي جوړول او سرمايه کارو ته سهوليات فراهم کول دي، افغانستان ته سمګلنګ اودرولو سره هم معاشي فائده شويده ۔
وزيراعظم زياته کړه چې حکومت ديو کال دوران ملک د تورو تيارو نه راوباسلې دې، او د ترقۍ دا سفر اجتماعي کوششونو او محنت نتيجه ده ۔
شهبازشريف مخکښې اووئيل چې کله د آئي ايم ايف سره معاهده ممکن شوه نو ملک د ډيفالټ کيدو نه بچ شو، يو کال دوران صرف تنخواه دار طبقے درې سوه ارب روپۍ ټيکس جمع کړيدې ۔