ويسټ انډيز دويم يو ورځنې ميچ کښې پاکستان ته پنځو وکټو سره شکست ورکړې، او درې ميچونو سيريز تر دې دمه يو، يو سره برابر دې، روسټن چيز ته په شاندار کارکردګې مين آف دي ميچ ايوارډ ورکړې شويدي .
برائن لارا کرکټ اکيډمي ټرينيډاډ کښې لوبيدلې دويم ون ډے ميچ کښې کوربه ټيم ټاس ګټلې وو او پاکستان ته ئې اول د بيټنګ کولو بلنه ورکړي وه ۔
با بار باران لوجې ميچ اووه ديرز اوورز پورې محدود کړې شوې وو، پاکستان د لوئس ډک ورتھ تحت ويسټ انډيز ته يوسل يو اتيا رنز هدف ورکړې وو ۔
پاکستان لخوا حسن نواز شپږ ديرش او حسين طلعت يو ديرش رنز جوړ کړيدي، صائم ايوب په دري ويشت ، عبدالله شفيق شپږ ويشت، بابراعظم صفر، کپتان محمد رضوان شپاړس ،سلمان آغا نهه او شاهين شاه آفريدي يوولس رنز جوړ کړي وو ۔
ويسټ انډيز د يو سل يو اتيا رنز هدف پنځه وکټو په زيان څلور ديرشم اوور کښې پورا کړې او ميچ ګټلو سره ئې سيريز هم يو، يو سره برابر کړېدې ۔
ويسټ انډيز لخوا روسټن چيز نهه څلويښت او يو وکټه ترلاسه کوؤلو سره مين آف دي ميچ ګرځولې شويدې،دريم او آخري ميچ به سباله برائن لارا کرکټ اکيډمي کښې لوبېږي ۔