فيلډ مارشل عاصم منير د کرمې دوره کړې ،فوجي ځوانانو او افسرانو سره ئې اختر نمانځلې دے، فيلډ مارشل د اختر مونځ په پاک افغان پوله تعينات سيکيورټي اهلکارو سره يوځائې ادا کړېدے،په دې موقع فوجي ځوانانو ته وينا په وخت فيلډمارشل عاصم منير د ملک دفاع لپاره د دوي د قربانو او پيشه ورانه مهارت ستائينه کړې او وئيلي ئي دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليدل به برداشت نه کړو،د ملک د خپلواکۍ تحفظ به هرحال کښې يقيني کوؤ ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل پاک افغان پولې کرم دوره کړې او وړوکې اختر ئې په پوله تعينات فوجي ځوانانو سره نمانځلې دې ۔
د فوجي اهلکارو او چارواکو سره د خبرو دوران فيلډ مارشل وئيلي دي چې د ځوانانو د بهادرۍ او جذبې د لارې د آپريشن غضب للحق دوران دوي ته کاميابي ترلاسه شوې چې مقصد ئې د ترهه ګرو نيټ ورک ختمول او په سرحدي علاقو کښې تر ډير حده امن يقيني کول دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق فيلډ مارشل په دې خبره زور راوړې چې د سرحد پورې افغانستان کښې پناه اخستونکي ترهه ګرو ته به هيڅ کله اجازت ورنکړے شي چې هغوي دې پاکستان سالميت ته نقصان اورسوي ۔
فيلډ مارشل عاصم منير اووئيل چې په علاقه کښې امن او استحکام يقيني کولو لپاره به هيڅ کله دغه عناصر خپل سرګرمو ته پرې نه ښودلې شي ۔
فيلډ مارشل د فوجي اهلکارانو استقامت باندې د فخر اظهار اوکړو او د پاکستان د خودمختارۍ، علاقائي سالميت دفاع لپاره ئې د مسلح فوج غير متزلزل عزم اعاده کړې ۔
آئي ايس پي آر بيان مطابق په دې موقع د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په راتګ کورکمانډر پيښور د هغه تود هرکلې کړي دې ۔

