فيلډ مارشل عاصم منير سره د شيعه عالمانووفد ملاقات کړې ، چې پکښې امن بحالۍ لپاره قامي اتحاد او يووالي کښې د علماؤ په کردار تفصيلي خبري شويدي، آئي ايس پي آر ترمخه په دې موقع خپله وينا کښې فيلډ مارشل عاصم منير وئيلي چې پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې استعمال به برداشت نه کړو،عالمانو د ملک امن او استحکام لپاره د قانون نافذ کونکو ادارو سره د مکمل تعاون باور ورکړې۔ فيلډ مارشل مطابق مذهبي جذبات د تشدد لپاره استعمال نه ډډه پکار ده ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کېښ وئيلي شوي چې مطابق فيلډ مارشل سيد عاصم منير پنډې کښې د اهل تشيع علما سره ملاقات کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې په دې موقع د قامي سلامتيا او بين الصوبائي هم آهنګۍ باندې تبادله خيال شوېدې، فيلډ مارشل شرکا د پاکستان لخوا د علاقائي کشيدګې راکمولو لپاره کړې شوې کوششونو او فعال سفارت کارۍ بارے کښې خبر کړيدي ۔
په دې موقع فيلډ مارشل اووئيل چې اتحاد، رواداري او قامي يکجهتې ته وده ورکولو کښې د علماؤ لوئې کردار دې، علما دې غلط معلومات او فرقه وارانه بيانيه مخنيوي لپاره کردار ادا کړي، پاکستان به تشدد اجازت ورنکړې شي ۔
فيلډ مارشل اوئيل چې افغان طالبان دې خپله خاوره د پاکستان خلاف ترهه ګرۍ لپاره استعماليدو ته نۀ ورکوي، پاکستان خلاف د افغانستان خاوره استعمالول به هيڅ صورت کښې برداشت نکړې شي، چيرته چې ترهه ګر يا سهولت کاران وي هغه به ختمولې شي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې په دې موقع علما کرام د تشدد بهرپور غندنه کړې او د امن او استحکام لپاره ئې د سيکيورټي ادارو ملاتړ اعلان هم کړې دې ۔
آئي ايس پي آر مطابق آپريشن غضب للحق په اړه فيلډ مارشل د ترهه ګرو مکمل خاتمے عزم اظهار هم کړېدې ۔

