فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې د بهارت پراکسي جنګ چا نه پټ نۀ دې، مونږ سره د بهارتي مداخلت ثبوتونو موجود دي، د دښمن عزائم به هر صورت کښې ناکامه کوؤ،کوم دښمن چې زمونږ خودمختاري چيلنج کوي هغهۀ ته به خُله ماتې جواب ورکولې شي، د بلوچستان امن باندې هيڅ سمجهوته نشي کېدې ۔
کوئټه کښې شوې د ګرينډ جرګے قبائلي عمائدينو ته خطاب کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير اووئيل چې دغه جرګه د بلوچستان سيکيورټي په صورتحال قبائلي مشرانو سره سلا مشورې لپاره منعقد کړې شوېده ۔
فيلډ مارشل اووئيل چې د بهارت پراکسي جنګ اوس چا نه پټ نه دې، مونږ سره د بهارتي مداخلت ثبوتونو موجود دي، د دښمن عزائم به ناکامه کوؤ، ۔
جرګے ته وينا کښې د فيلډ مارشل عاصم منير وينا وه چې کوم دښمن چې زمونږ خودمختاري چيلنج کوي هغو ته به خُله ماتې جواب ورکولې شي ۔
سيد عاصم منير اووئيل چې پاک فوج د هر خطرے مخنېوې لپاره مکمل تيار دې، د بلوچستان په امن هيڅ سمجهوته نشي کېدي، د پاکستان مستقبل د بلوچستان استحکام او خوشحالۍ سره تړلې دې ۔