امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د امريکې فوج بهترين فوج دې، مونږ ايران يوه شپه کښې تباه کولې شو او دا شپه سبا هم کيديشي، صدر ټرمپ مطابق ايران کښې د امريکې پائلټ ريسکيو کولو آپريشن دوران مونږ خپل دوه جهازونه پخپله تباه کړي ، ريسکيو آپريشن کښې د امريکې دوه سوه اهلکارانو، او شپيتۀ نه زيات جنګي جهازونو برخه اخستې، يو اهلکار هم نۀ دې ژوبل شوې ۔
واشنګټن کښې خبري غونډې ته وينا کښېامريکائي صدر ډونلډ صدر ټرمپ اووئيل چې ايران سره د امريکې د مذاکراتو نکات ډير زيات اهم دي ۔
ډونلډ ټرمپ اووئيل چې ايران کښې نښتې امريکائي فوجيان ريسکيو کولو آپريشن تاريخي وو، دې آپريشن کښې د امريکې يو فوجي هم نۀ دې ژوبل شوې ۔
د هغۀ وينا وه چې ريسکيو آپريشن دوران امريکې خپل دوه جهازونه پخپله تباه کړيدې دې آپريشن کښې د امريکې يو شمير جنګي جهازونو او دوه سوه اهلکارانو برخه اخستې وه ۔
صدر ټرمپ اووئيل چې امريکه يو شپه کښې ټول ايران تباه برباد کولې شي، کيديشي هغه شپه سبا وي ۔
امريکائي صدر يو ځل بيا دهړکه ورکړې کۀ چرې ايران لوظنامه اونۀ کړه او آبنائے هرمُز ئې کولاؤ نۀ کړو نو ايران کښې به حملې نوري هم تيزولې شي، او ټول تنصيبات به ئې په نښۀ کولې شي ۔

